1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوسنيا دوه افغانان چې تروريستي تورنو ورباندې دي اخراجوي

۱۳۹۸ شهریور ۲۳, شنبه

دوه افغان مهاجر چې په فبرورۍ مياشت کې په بوسنيا کې په تروريستي تورونو نيول شوي ول، سربيا ته به اخراج شي. دوی په لومړي سر کې سربيا کې راجستر شوي ول. د دغه هيواد د سيميزو چارواکو په وينا چې دوی ګواښ نه ګڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/3Pbqd
Migranten in Bosnien und Herzegowina
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Alic

د روان ميلادي کال (۲۰۱۹) په فبرورۍ مياشت کې په بوسنيا هرزګوينا کې پنځه تنه افغانان په تروريستي تورونو ونيول شول. هغه مهال ويل شوي وو چې دغه کسان د ملی امنيت له پاره خطر ګڼل کيږي او له همدې امله يې د اخراج امکان موجود دی. خو اوس د بالکان (بیرن) خبري شبکې ويلي دي چې له دغو پنځو افغانانو څخه يوازې دوه تنه به يې اخراج شي.

په بوسنيا کې د بهرنيو اتباعو چارو ته د رسيدګۍ سازمان (اس پي اس) او نورو کورنيو او نړيوالو امنيتي سازمانونو، دغو افغانانو په اړه څو مياشتې تحقيقات ترسره کړي او په نهایت کې دې نتيجه رسيدلي چې له دوی څخه دوه تنه يې سربيا ته اخراج شي.

د دغو افغانانو هويت څرګند نه دی. دوی مخکې په سربيا کې ځانونه راجستر کړي وو او سيميزو امنيتي سازمانانو يې په اړه ويلي وو چې دغه افغانان امنيت له پاره د ګواښ په توګه نه پيژني.

د رپوټونو پر اساس، دغه ډله افغانان د بيهاج او سارايوو په سيمو کې نيول شوي ول. تر اوسه لا روښانه نه ده چې د دوو افغانانو په اړه د اخراج شوې پريکړه به څه وخت عملي کيږي. د هغوی د پاتې درو نورو ملګرو په اړه لا تر اوسه پريکړه نه ده شوې.

د «اس پي اس» سازمان مشر، اسلوبودان اوجيچ هم ويلي دي درو نورو افغانانو په اړه تر اوسه کومه پريکړه نه ده شوې. هغه وويل تر هغه وخته چې مبدا هیواد د بايومتريک استول شوو معلوماتو په اړه خپل غبرګون ښکاره کوي، امکان يې شته چې قضيه ډير وخت ونيسي.

دغه رپوټ په لومړي ځل زموږ همکارۍ رسنۍ «انفو مايګرنټس» له خوا خپور شوی دی.