بوریس جانسن د بریتانیا نوی لومړی وزیر شو
۱۳۹۸ مرداد ۱, سهشنبهد تیریسا مې تر ګوښه کیدو وروسته، د دې هیواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بوریس جانسن د بریتانيا لومړي وزیر وټاکل شو.
هغه به اوس له ایران سره د روان کړکیچ او همدا راز له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو له جنجالي مسایلو سره لاس او ګریوان وي.
د محافظه کارو د شاوخوا ۱۶۰ زره غړو له ډلې څخه بوریس جانسن ۹۲ زره او ۱۵۳ رایې او د نوموړي سیال او د بریتانیا د بهرنیو چارو اوسني وزیر جرمي هانت بیا ۴۶ زره او ۶۵۶ رایې ګټلي دي.
د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو اصلي مرکچي نوموړي ته مبارکي ویلې ده.
ټاکل شوې چې بوریس جانسن به د چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه هغه مهال د بریتانیا د لومړي وزیر چارې پرمخ یوسي، کله چې پخوانۍ لومړۍ وزیره د ګوښه کیدو خپل رسمي سند د دې هیواد ملکې ته وسپاري او هغه یې تائید کړي.