1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرنيانو له آلمانه په میلیاردونو یورو خپلوانو ته حواله کړي

۱۳۹۷ تیر ۱۱, دوشنبه

په آلمان کې مېشتو بهرنيانو له خوا په خپلو اصلي هیوادونو کې کورنیو ته د پیسو لیږد تر پخوا ډیر شوی. دغه مقدار پیسې تر هغې ډیري دي چې آلمان یې د مهاجرو اصلي هیوادونو ته د پرمختیايي پروژو له پاره مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/30fWS
Globus mit Geldscheinen
انځور: picture-alliance/blickwinkel

د آلمان د پرمختیايي چارو وزارت په ۲۰۱۶م کال کې د نورو هیوادونو د پرمختګ له پاره ۷،۸ میلیارده یورو مرسته کړې. دا په داسې حال کې ده چې په همدې کال کې په آلمان کې میشتو بهرنيانو شاوخوا ۱۷،۷ میلیارده یورو خپلو اصلي هیوادونو ته انتقال کړي دي.

په دې ترتیب سره دغه مقدار پیسې په ۲۰۰۷م کال کې د مهاجرو او کډوالو په لاس له لیږل شوو پیسو څخه ۶،۵ میلیارده یورو ډیرې دي. دغه شمیرې د آلمان حکومت د دې هیواد په پارلمان یا بوندیستاګ کې د «آلمان له پاره د بدیل ګوند» د غوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي.

دغه راز پیسې د یو شمیر بې وزله هیوادونو له پاره یو مهم اقتصادي عامل ګڼل کیږي. له۱۹۸۰مو کلونو راهیسې هغه مهال چې نړیوال کیدل پیل شول، په آلمان کې د مهاجرو شمیر هم ډیر شوی او په پایله کې یې له دې هیواد څخه د پیسو انتقال هم په بې سارې توګه لوړ شوی دی.

په دې ترڅ کې د بهرنيانو له خوا تر ټولو ډیري پیسې هندوستان، فلیپین، مکسیکو، افغانستان، کوزوو، مولداوي او تاجکستان ته حواله یا انتقال شوي دي. په نړیوال بانک کې د اقتصادي چارو کارپوه کیرستن شوتلر په دې هکله وايي: «اوسمهال مکسیکو او امریکا د دغه راز پیسو د لیږد اصلي مسیرونه دي.»

په عین حال کې آلمان د شخصي پیسو د لیږد له امله د پیسو تر ټولو ستره سرچینه ګڼل کیږي. په ۲۰۱۶م کال کې یوازي له امریکا متحدو ایالاتو، سعودي عربستان او سویس څخه ډیرې پیسې انتقال شوي دي.

شوتلر د «دویچلند فونک» په نامه رسنۍ ته ویلي: «موږ داسې اټکل کوو چې په ټوله نړۍ کې په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرو او کډوالو له خوا خپلو هیوادونو ته د پیسو د انتقال کچه ۶۰۲ میلیارده ډالر وه چې له دې مقدار څخه ۴۴۰ میلیارده یورو د پرمختګ په حال کې هیوادونو ته انتقال شوي دي.» هغه مهال په ټوله نړۍ کې د آلمان د پرمختیايي پروژو د تمویل له پاره بودیجه ۱۵۰ میلیارده یورو ټاکل شوې وه.

بل لوري ته زياتي نوري پیسې له غیري رسمې لارو د بهرنيانو اصلي هیوادونو ته لیږل کیږي چې په رسمي محاسبو کې نه دي راغلي. دغه راز پیسې د خپلوانو او دوستانو په لاس انتقالیږي. د نړیوال بانک غړې میرمن شوتلر په دې هکله وايي: «د پیسو د غیر رسمي انتقال له پاره ډيري لاري موجودي دي.»

خو د دې ټولو باوجود له کلونو راهیسې د اقتصادي چارو کارپوهان په دې هکله بحثونه کوي چې د پیسو دغه راز انتقالات به د بې وزلو او د پرمختګ په حال کې هیوادونو له پاره ګټور تمام شي. دوی دغه وضعیت ته په اصطلاح د «ګټلو، ګټلو» اصطلاح کاروي. په دې معنی چې پیسې په مستقیمه توګه د مهاجرو او کډوالو کورنیو ته په لاس ورځي. دوی استدلال کوي چې دغه راز پیسې فاسدو هیوادونو ته په لاس نه ورځي او د دې پرځای په مستقیمه توګه د یوې کورنۍ لاس ته ورځي.

زموږ له ارشيف څخه: