1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرنيان: په آلمان کې دندې ښې دي نه خلک

۱۳۹۷ شهریور ۱۶, جمعه

د بهرنیو اتباعو د ژوند په هکله څیړنه وايي چې آلمان د ښو سوداګریزو فرصتونو په لرلو سره بهرنیو مسلکي اتباعو ته ښې دندې وړاندې کوي خو ستره ستونزه یې بیا په آلمان کې د بهرنیانو د عادي احساس نه لرل په ګوته کړې.

https://p.dw.com/p/34Sar
Deutschland Fussgängerzone
انځور: imago/R. Wölk

د آلمانانو له پاره په خپل هیواد کې د کورونو لوړي کرایې، د وړکتونونو کمښت او لوړي بیې د هرې ورځې ننګونې دي. دغه ستونزې نه یوازې آلمانانو ته سرخوږی جوړوي، بلکي په دې هیواد کې میشت بهرنیان هم له دې اړخه کړیږي.

د انترنیشن په نامه په آلمان کې بهرنیانو په هکله پنځمې انترنتي څیړنې موندلې ده چې يادي ستونزې د بهرنیانو له پاره اصلي ستونزي نه دي، بلکې اصلي ستونزي نوري دي چې د دوی ژوند یې سخت کړی دی. د څیړنې په حواله د بهرنیانو پر وړاندې د آلمانانو د ښه چلند کمښت له دې ټولو ستره ستونزه ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په آلمان کې یوه څیړنه د آلمانانو د بد خوی په هکله موندنې رابرسیره کوي. په دې هیواد کې میشت بهرنیان له کلونو راهیسې د آلمانانو له بد چلن سره مخامخ شوي دي. په روان کال کې دغې څیړنې آلمان د بهرنیانو له پاره د غوره هیوادونو په نوم لړ کې د ۶۸ هیوادونو په ډله کې په ۳۶م ځای کې راوستلی دی. څلور کاله وړاندې یعنې په ۲۰۱۴م کال کې آلمان بیا په ۱۲ مقام کې وو.

د انترنیشن په نامه د دغه سازمان مرستیال بنسټګر مالته زیک وايي: «له آلمان څخه په دې څیړنه کې د ټولو ګډونوالو له ډلې څخه ۵۶ سلنه یې وايي چې له آلمانانو سره دوستي سخت کار دی.» نوموړی همدا راز زیاتوي چې له ټولې نړۍ څخه بیا یوازې ۳۶ سلنه ګډونوال په دې باور دي چې په آلمان کې ملګری پیدا کول ستونزمن کار دی.

Infografik Umfrage "Expats" Top 10 Länder EN

خو پر دې ټولو سربیره آلمان د بهرنیانو له پاره یو په زړه پوري هیواد دی. د دوی په باور آلمان پر ښه اقتصاد سربیره، خوندي کار او ښه تولیدات لري. په برلین کې میشت د اقتصادي څیړنې د انستیتوت مشر مارسیل فراتزشر دویچه ویله ته په یوه مرکه کې وویل: «آلمان د بهرني ګارګرو له پاره یو په زړه پورې هیواد دی.» هغه زیاتوي چې په تیرو ۱۰ کلونو کې هر کال د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو څخه نږدې ۳۰۰ زره کارګیر آلمان ته راځي او دلته کار کوي. د هغه په باور دا ځکه چې آلمان ښې دندې او د مسلکي روزنې په برخه کې ښه امکانات وړاندې کوي. هغه وايي: «دا به په لنډ وخت کې بدلون ونه کړي.»

له مهاجرت پرته، اقتصادي پرمختګ؟

په داسې حال کې چې آلمان اوسمهال د مسلکي کاریګرو له کمښت سره لاس او ګریوان دی، بهرني کاریګر د آلمان د اقتصاد له پاره ډیر مهم ګڼل کیږي. په داسې یو وضعیت کې چې آلمان د ديموګرافیک بدلون په درشل کې دی، دغه هیواد باید د بهرنیانو په وړاندې ډير زغم ولري.

Infografik Umfrage "Expats" nach Kategorien EN

فراتزشر وايي: «که چیرته آلمان ته د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو څخه د تیرو ۱۵ کلونو په ترڅ کې په میلیونونه کسانو مهاجرت نه وای کړی، نو آلمان به دغه راز اقتصادي پرمختګ نه وای تجربه کړی.»

د ۲۰۱۸م کال په دې سروې کې بحرین بیا لومړی مقام خپل کړی دی. په دغه هیواد کې بهرنیان له ښه چلن سره مخامخ کیږي او د کار شرایط یې هم ډیر په زړه پورې دي. تایوان بیا په دې ترڅ کې دوهم مقام خپل کړی دی. په دې سروې کې له ۱۸۷ هیوادونو څخه په مجموعي ډول ۱۸ زره کسانو برخه اخیستې چې له دې ډلې څخه ۱۶۹۲ کسان په آلمان کې میشت بهرنیان دي.