1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرني پانګوال د آلمان په پرتله فرانسه ډيره خوښوي

۱۳۹۹ خرداد ۸, پنجشنبه

د کرونا د وبا تر مخه فرانسه په اروپا کې د پانګونې تر ټولو زړه راښکونکی مرکز وو. له آلمانه ځينو امريکايي شرکتونو لاس اخيستی وو خو ځای یې بیا د دوو نورو هیوادونو شرکت ډک کړی وو.

https://p.dw.com/p/3ctBH
Frankreich Paris Flagge Eiffelturm
انځور: Getty Images/AFP/P. Lopez

د کرونا تر بحران مخکې فرانسه په اروپا کې په يوه داسې ځای بدله شوې وه چې ډېرو کسانو پکې پانګونې ته زړه ښه کوه. د اقتصاد د «اي وای» څيړنيزې موسسې په حواله په تیر ميلادي کال کې د بهرنيو شرکتونو د پروژو شمير ۱۱ سلنه لوړ شوی وو او ۱۱۹۷ ته رسيدلی وو. د بريګزيت يا له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو له کبله پر بې اطمنانۍ سربیره هم بریتانيا په پانګونه کې د پنځه سلنه زياتوالي سره دويم مقام خپل کړی وو. د څېړنې په حواله آلمان بيا دریم ځای لره او پکې د بهرنيانو مستقيمه پانګونه د ۹۷۱ نويو پروژو سره د ۲۰۱۸م کال پر کچه پاتې وه.

په آلمان کې ستر پانګوال بيا هم امريکايي شرکتونه دي

د څيړنو په حواله په آلمان کې د پانګونې د کمښت علت امريکايي شرکتونه دي چې غواړي د اروپا په نورو برخو کې پانګونې وکړي. په آلمان کې امريکايي پروژې ۱۲ سلنه کمې شوي او شمير یې ۱۹۳ ته ټيټ شوی دی. خو سره له دې هم امريکايي شرکتونه اوس هم په آلمان کې تر ټولو مهم بهرني پانګوال دي. 

خو د امريکايي شرکتونو تشه په تیره بيا د چينايي او ترکي شرکتونو له خوا ډکه شوې. په آلمان کې د چينايي شرکتونو پانګوونه ۲۷ سلنه زيات شوې او د پروژو شمير یې ۸۴ ته لوړ شوی دی. د ترکي شرکتونو پانګونه بيا تر دوه چنده هم زياته شوې او ۷۷ پروژو ته لوړه شوې. 

په روان کال کې د کرونا ويروس له کبله ښايي پانګونې ډېرې کمې شي. د اقتصاد د «اي وای» څيړنيزې موسسې د آلمان د برخې مشر هوبرت بارت، وايي: «ډيری شرکتونه په لومړي قدم کې غواړي چې نغدې پېسې له ځانه سره ولري، له دې وجې هم چې لا روښانه نه ده چې د بودجې کثر به یې څومره قوي او دوامداره وي او دا چې په منځنۍ موده کې به د بازارونو پرمختګ څه ډول وي.»

نوموړي وويل چې په روان کال کې په بهرنيو پانګونو کې د ۳۵ څخه تر ۵۰ سلنه شاتګ امکان شته دی.

(Bs/nz (rtr, dpa