1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دیش لس تندلاري د مرګ په سزا محکوم کړل

۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبه

د بنګله دیش یوې محکمې لس تندلاري اسلامپالي د مرګ په سزا محکوم کړل. دغه کسان په ۲۰۰۱م کال کې د کمونست ګوند په یوه غونډه کې د چاودنې له کبله چې پنځه کسان پکې وژل شوي وو مجرم ګڼل شوي ول.

https://p.dw.com/p/3WU16
Bangladesch Todesurteil für Harkat-ul Jihad Aktivisten in Dhaka
انځور: bdnews24.com

د ۲۰۰۱م کال په جنورۍ میاشتې په پلازمینه ډاکه کې د بنګله دیش کمونست ګوند په یوه غونډه کې څو چاودنې شوې وې. پولیسو د څو کلنو تحقیقاتو وروسته د منع کړی شوي حرکت الجهاد الاسلامي ډلې څانګه د دغو بریدونو له پاره پړه ګڼلې وه.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه برید یو له هغو څو بریدونو وو چې د دغه یاغي ډلې له لوري ترسره شوې چې غړي یې د ۲۰۰۰م کال په اوایلو کې د افغانستان له کړکیچ څخه راوګرځیدل.

د دوشنبې په ورځ د ډاکه عمومي څارنوال عبدالله ابو، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د حرکت الجهاد الاسلامي ۱۰ غړي د مرګ په سزا محکوم شوي دي: «هغوی دغه بمي چاودنې د یاغي حکومت د رامنځ ته کیدو له پاره د جهاد د برخې په توګه ترسره کړي دي. هغوی غوښتل  چې د سیکولار حکومت انځور ته زیان ورسوي او ګډوډي رامنځ ته کړي.»

Bangladesch Todesurteil für Harkat-ul Jihad Aktivisten in Dhaka
د بنگله ديش يوې محکمې د دوشنبې په ورځ لس تندلارې په اعدام محکوم کړلانځور: bdnews24.com

په دغه قضیه کې د کمونست ګوند دوو غړو ته چې تورن وو، برئت ورکړل شوی دی. تندلارې اسلامپالې ډلې له ۱۹۹۰م کلونو راهیسې په دغه هیواد کې سیکولار فعالان، معتدل مسلمانان او مذهبي لږکي په نخښه کوي.

حرکت الجهاد الاسلامي او جمعیت المجاهدین بنګله دیش په دغه هیواد کې دوه مطرح تندلارې ډلې دي. د دغو ډلي مشري د افغانستان له کړکیچ څخه راستنو شوو جنګیالیو کوله او د بمي او لاسي بمونو په یو شمیر چاودنو کې د ډیرو کسانو د وژنو له پاره مسوول ګڼل کیږي.

د جمعیت المجاهدین بنګله دیش شپږ جګپوړي مشران په ۲۰۰۷م کال کې اعدام شول. هغوی د ۲۰۰۵م کال په اګست میاشتې کې په بمي بریدونو کې د ښکیلتیا له کبله مجرم پيژندل شوي وو.

د حرکت الجهاد الاسلامي ډلې مشر مفتي عبدالحنان او د هغه دوه همکاران په ۲۰۰۴م کال کې د یوه صوفي پر مزار باندې د برید له کبله په ۲۰۱۷م کال کې اعدام شول. په دغه برید کې درې تنه وژل شوي وو.

sr/bs (afp)