1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دیش: د اورګاډو په ټکر کې لسګونه کسان وژل شوي

۱۳۹۸ آبان ۲۱, سه‌شنبه

په بنګله دیش کې د چارواکو په خبره د اورګاډو په دغه ټکر کې چې د سهار په تیاره کې شوې، وژل شوي زیاتره مسافرین د خوب په حالت کې وو. د چارواکو په خبره په پیښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/3SrzU
Bangladesch Zugunglück
انځور: picture-alliance/AP Photo

د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر میاشتې په ۱۲مه نیټه) د بنګله دیش په ځايي وخت د سهار په ۳ بجو، دوو اورګاډو چې په عینې پټلۍ باندې د حرکت په حال کې وو، مخامخ ټکر کړی چې په پایله کې یې ګڼ شمیر کسان وژل شوي دي. د ځايي چارواکو په خبره په دغه پیښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور بیا ټپیان دي. د ژغورنې عمله اوسمهال په سیمه کې ده څو له ټپیانو سره مرسته وکړی.

د بنګله دیش د چارواکو په خبره تر اوسه پورې د پیښې له ځایه ۱۵ جسدونه راویستل شوي دي. هغوی ويره ښکاره کړې چې ښايي د تلفاتو شمیر له دې هم لوړ شي. د ټپیانو په هکله ويل شوي چې د پیښې له ځایه تر اوسه پورې ۴۰ تنه روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شوي دی.

د ټکر شویو اورګاډو یوه مسافر، ۵۰ کلن محمد مسلم د رویترز خبري آژانس ته د خپلو سترګو ليدل حال ووايی: «کله چې له اورګاډي راووتم، جسدونه مې ولیدل چې سرونه یې نه وو، د ځینو لاسونه او د ځینو بیا پښې نه وې.» نوموړي زیاته کړه چې مرګ ته ډیر نیږدې وو خو الله له مرګه وژغورلو.

Bangladesch Zugunglück
انځور: picture-alliance/AP Photo

په ورته وخت کې د بنګله دیش لومړۍ وزیرې حسینه شیخ له وژل شویو او ټپیانو سره خپله غم شریکي څرګنده کړې او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې قربانیانو ته ټولې مرستې ورسول شي.

د بنګله دیشي چارواکو په خبره، دغه پیښه په براهمنباریه سیمه کې چې د پلازمینې ډهاکا شرق لوري ته شاوخوا په ۱۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، په ځايي وخت د سهار په شاوخوا ۳ بجو رامنځ ته شوې ده. چارواکوي وايي چې دوه اورګاډي چې د مخالفو لورو یې د اورګاډي پر یوه پټلۍ باندې حرکت کوو، ټکر کړی دی. تر اوسه پورې چارواکو په دې هکله چې څرنګه دواړه اورګاډي په عین پټلۍ کې د حرکت په حال کې وو، څه نه دي ویلي. د بنګله دیش چارواکو د پیښې په هکله د پلټنې د پیلولو خبر هم ورکړی دی.

په بنګله دیش کې وخت نا وخت د اورګاډو د ټکر خبرونه ورکول کیږي. په دې هیواد کې د اورګاډو د پټلیو بد مدیریت، خراب ترافيکي سګنالونه او د اورګاډو خراب وضعیت د ټکرونو د اصلي لاملونو په توګه یادیږي.