بله ډله افغانان هم له آلمانه کابل ته اخراج شول
۱۳۹۸ اسفند ۲۲, پنجشنبهد افغان چارواکو په حواله په هغه الوتکه کې چې نن، پنجشنبه (۲۰۲۰ م کال د مارچ ۱۲ نیټه) کابل ته رسېدلې ۳۹ کسان هغه افغان مهاجر سپاره ول چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده.
تر دې پرواز مخکې تر اوسه په ټولیزه توگه په ۳۲ پروازونو کې د آلمان له بېلا بېلو ایالتونو څخه ۸۶۸ افغانان بیرته افغانستان ته اخراج شوي دي.
افغانستان ته د مهاجرو د اخراج موضوع لانجمنه ده. د طالبانو او امريکا متحده ایالاتو ترمنځ پر تړون او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په نظر کې د نیول شويو خبرو اترو سربيره هم تاوتريخوالی لا دوام لري.
د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د يوه بريد په ترڅ کې تر۳۰ زيات ملکيان ووژل شول. د بريد پړه داعش ډلې پر غاړه اخيستې وه.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر مشر تاداميچي ياماموتو د دسمبر مياشتې په پای کې وويل چې په تېرو لسو کلونو کې په دغه هېواد کې تر ۱۰۰ زرو زيات ملکيان وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.
bs/nz (dpa)