بلجيم: د افغانانو په ګډون ۱۵ مهاجر له ډوبيدو وژغورل شول
۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبهله بروکسل څخه د فرانسې خبري آژانس د يکشنبې په ورځ (د جون ۲۸مه) رپوټ ورکړ، چې دغو مهاجرو د جمعې په ورځ ناوخته، د فرانسې له دانکرک (Dunkirk) ښارګوټي څخه په يوه بادي کشتۍ کې د بريتانيا پر لور سفر پیل کړی وو. چارواکو ويلي دي چې دغه مهاجر وروسته له هغې په سمندر کې له ډوبيدو وژغورل شول چې کشتۍ يې د ډوبيدو په حال کې وه.
چارواکي وايي دوی په يوه داسې کشتۍ کې سپاره ول چې په اصل کې د ۷ کسانو وړتيا لري. زياته شوې چې د دوی کشتۍ د بلجيم په يو ساحل کې د ډوبيدو له خطر سره مخ شوه او يو مهاجر وروسته له څو ساعتونو بريالی شو چې چارواکو سره عاجله اړيکه ونيسي.
د بلجيم ساحلي ساتونکو دغه مهاجر د سمندر له غاړې شاوخوا ۱۱ کليومتره لرې وژغورل او بیا يې د اوستنده (Ostende) بندر ته انتقال کړل.
د څارنوالۍ له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوې چې دغه مهاجر ټول نارينه دي او دوی د افغانستان، مصر، عراق او کويټ هيوادونو اوسيدونکي دي.
د څارنوالۍ يو ویاند، فرانک ديمیستر وويل: «انساني قاچاقبران مخ پر زياتيدونکې توګه مهاجر په وړو کشتيو کې کينوي او اړ کوي يې چې د شمالي بحيرې پر لور حرکت وکړي. معمولأ دوی د فرانسې له ساحلونو څخه حرکت کوي.»
چارواکي وايي چې پر دغې سمندر لار تلونکي مهاجر موخه دا ده چې په کافي اندازه ځانونه د بريتانيا اوبو ته ورنژدې کړي او بيا هلته د برتانوي ساتونکو سره د يوې عاجلې اړيکه نيولو په نتيجه کې يې هغې غاړې ته ورواړوي.
په اعلاميه کې زياته شوې ده چې د پيښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو څارونوال به هڅې پيل کړي تر څو د نيول شوو ټيلفوني اړيکو له لارې په پيښه کې ښکيل کسان پيدا کړي.
آژانسونه/م.ک.ص./م.ق.ن.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (03.12.2017):