1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بسام طيبي ته «د ۲۰۱۹ کال د مفکر» جايزه ورکړل شوه

۱۳۹۸ آذر ۱, جمعه

د اسلام د چارو کارپوه، بسام طيبي د پنجشنبې په ورځ يوه جايزه تر لاسه کړې ده. علت يې په اروپا کې د اسلام په هکله د هغه دغه لاندې نظريات دي.

https://p.dw.com/p/3TWqC
Professor Bassam Tibi
انځور: DW/M. von Hein

بسام طيبي ۷۵ کلن دی او اصلا د سوریې دی. نوموړي د «پلان سېکور» په نوم د مالي چارو د مشورتي شرکت له خوا د ۲۰۱۹ کال د «متفکر» جايزه تر لاسه کړې ده. دغه سياست پوه په خپلو اثارو او ليکنو کې ډېر پخوا لا هغو خطرونو ته اشاره کړې ده چې اروپا ته د ځينو مسلمانانو د کډوالۍ له وجې متوجه دي، په تېره هغه کسان چې نه غواړي دلته مدغم شي. دغه خبره د ژوري پلاوي د دليل په توګه راوړې ده. 
د دغې ژوري په خبره اسلامي بنسټ پالنې ته د ځواب په توګه، بسام طيبي د يوه اروپايي حاکم فرهنګ غوښتنه کوي او د يوه عصري اروپايي اسلام لرليد يې هم رامنځ ته کړی دی. له دغې جايزې سره ۱۰ زره يورو د انعام په توګه تړلي دي. دغه نغدي جايزه د دې له پاره په نظر کې نيول شوې ده چې يو خيريه کار ورباندې وشي. 
طيبي تر تقاعد د مخه د آلمان په ګوتينګن پوهنتون او د متحده آيالاتو په هارورد پوهنتون کې تدريس کاوه. د «مفکر» جايزه د ښاغلي طيبي څخه مخکې په آلمان کې د پروتستانت کليسا د شورا پخواني مشر، ولفګانګ هوبر او د اروپايي کميسيون رئيس، ژن کلود يونکر، تر لاسه کړې وه.

Bassam Tibi Kreuzug und Djihad
د بسام طيبي يو کتاب چې د «صليبي جنګونو او جهاد» په اړه يې ليکلی دی

Epd/ns/sr