بریتانیا د ایران په اړه بیړنۍ غونډه کوي
۱۳۹۸ تیر ۳۱, دوشنبهد بریتانیا لومړۍ وزیري تریسا مې، د دوشنبې ورځې له پاره د دې هیواد د دولتي او امنیتي مشرانو یوه بیړنۍ غونډه راغوښتې ده چې د ایران له خوا د بریتانیا د نفتو ټانکر نیولو ته د غبرګون څرنګوالي په اړه بحث وکړي.
دغه ډول بیړنۍ غونډه د لنډ «کوبرا» په نوم یادیږي چې ډیر وخت پکې وزیران؛ د پوځ، استخباراتو او امنیتي څانګو مشران ګډون کوي. ویل کیږي چې بریتانیا غواړي د تهران د دې کار په غبرګون کې د ایران رژیم شتمنۍ کنګل کړي.
د بریتانیا د بهرنو چارو وزیر جیرمي هنت، د یکشنبې په ورځ له دې کبله خپله «ژوره ناامیدي» ښوولې چې ایران په دې کې پاتې راغلی دی چې د کړکیچ د لا پراخیدو مخه ونیسي. دغه کړکیچ هغه مهال رامنځ ته شو چې د ایران «سپاه پاسدران انقلاب اسلامي» د جمعې په ورځ د «ستینا ایمپیرو» په نوم یو نفت لیږدوونکي ټانکې د هرموز په تنګي کې ونیوه.
هنت له خپلو آلماني او فرانسوي سیالانو سره تر خبرو وروسته وویل چې د «هرموز تنګي په امنیت کې ښه والی د اروپايي هیوادونو له پاره یو لوړ لومړیتوب دی».
هغه په عین حال کې ټینګار کړی دی چې دغه هیوادونه دا هڅه هم کوي چې له لاسه د حالاتو د کنترول وتلو مخه ونیسي.
بریتانیا له دې کبله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک هم استولی دی او پکې یې د خپلې کښتۍ پر نیول کیدو سخت انتقادونه کړي دي. تمه کیږي چې هنت به د دوشنبې ورځ تر غرمې وروسته د بریتانیا قانون جوړوونکو ته د خپل هیواد د اقداماتو په اړه معلومات ورکړي.
له تهران سره اړیکې
ایران ویلي دي چې ځواکونو یې تر هغه وروسته د نفت د لیږد دغه ټانکر ونیو چې هغه د کب نیولو له یوې کښتۍ سره وجنګید. د ایراني چارواکو په حواله دغه ټانګر چې پرې د بریتانیا یو بیرغ هم ولاړ وو، خپل د ارتباط وسیلې غیرفعاله کړې وې او ګواښونو ته یې هم ځواب ور نه کړ.
ایران ویلي دي چې د دې کښتۍ او ۲۳ کسه عمله برخلیک یې د څیړنو په پایلو پورې تړلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څیړونکي وایي، تهران دغه ټانکر د بریتانیا له خوا د همدې میاشتې په پیل کې د یوه ایراني ټانګر د نیول کیدو په غبرګون کې تر خپل کنترول لاندې راوستی دی.
(ms/nz (AFP, Reuters