بريتانیا افغانستان ته بودايي مجمسې بيرته سپاري
۱۳۹۸ آبان ۲۱, سهشنبهد سکاتلند يارد يا د لندن پوليسو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۱۱مه نیټه) وويل چې ياد هنري توکي په ۲۰۰۲م کال کې د لندن په هيترو هوايي ډگر کې نيول شوي ول خو په افغانستان کې د روان کړکيچ له کبله تر اوسه دغه هېواد ته بيرته نه وو ورکړل شوي.
د بودايي مجسمو نهه سرونه او يوه بله مجسمه به لا هم د دسمبر میاشتې تر پایه پورې د بريتانيا په موزيم کې نندارې ته پراته وي او تر هغه وروسته به بيرته افغانستان ته وسپارل شي. دغه مجسمې د ۴ مې او ۶ مې عيسوي پيړۍ مربوط دي. په دغو پیړیو کې نننی افغانستان تر ډېره د بدايي مذهب تر اغیزې لاندې وو.
دا ذکر شوي هنري توکي د پاکستان له لارې د افغانستان څخه بريتانیې ته قاچاق شوي ول.
وسله والو طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوره کې په افغانستان کې بودايي کلتوري اثار په پراخه کچه ويجاړ کړي ول. طالبانو په ۲۰۰۱م کال کې په باميانو کې د بودا دوه سترې مجسمې د چاوديدونکو توکو په وسيله ويجاړې کړې.
د «برېتش ميوزيم» په حواله يوازې له ۲۰۰۹ م کال راهيسې تقریباً ۲۳۵۰ هغه توکي چې زياتره یې په غیر قانوني توگه له افغانستان، عراق او ازبکستان څخه دغه هیواد ته په ناقانونه توګه رسېدلي ول، د ميوزيم د کارپوهانو په مرسته بيرته خپلو اصلي هېوادونه ته ليږدول شوي دي.
bs/sm (dpa)