1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا کې لومړی چاپېريال دوسته مسجد پرانيستل شو

۱۳۹۸ آذر ۱۵, جمعه

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د پنجشنبې په ورځ د بريتانيا په کمبرج ښار کې يو «چاپېريال دوسته» جومات پرانيست. اردوغان په خپله وينا کې د اسلام ضد احساساتو په وړاندې هم ودرېد.

https://p.dw.com/p/3UJrd
Großbritannien | Eröffnung Moschee | Erdogan
انځور: picture-alliance/AA/Turkish Presidency/M. Cetinmuhurdar

د بريتانيا د کمبرج ښار مرکزي مسجد قسما د ترکي سازمانونو له خوا تمويل شوی دی چې په خپله انترنېټي صفحه کې ځان ته «د ۲۱ مې پېړۍ د بريتانوي جومات» خطاب کوي. اردوغان د پرانيستنې پر مهال داسې وينا واوروله چې د تويتر د لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده او پکې يې وويل چې «يو مسلمان ترهګر کېدای نه شي او له اسلام څخه کوم تروريست نه شي راوتلی.» د هغه په خبره «موږ دا نه غواړو او نه به د اسلامي ترهګرۍ لقب ومنو.» 
اردوغان زياته کړه چې د هغه په نظر د عبادت يو ځای يعنې جومات به د اسلام ضد احساساتو ته تر ټولو ښه جواب وي. د هغه په خبره دغه کمپلکس يعنې بېلابېلې برخې لرونکې ودانۍ چې ۱۳۰۰ لمونځ کوونکو ته په عين وخت کې ځای ورکوي، د «اروپا لومړنی چاپېريال دوسته جومات» دی. د رپوټونو له مخې اردوغان د جومات دغې پرانيستنې ته د مشهور انګليسي ژبي ولسي سندرغاړي يوسف اسلام له خوا بلل شوی وو چې د کېټ ستيفنس په نوم هم ډېر شهرت لري. نوموړی خپله هم دې غونډې ته ورغلی وو.

د قراني بڼ ويډيو هم وګورئ:


چاپېريال ساتنه او د اسلام ضد احساساتو په وړاندې مبارزه

داسې ويل کيږي چې په دغه مسجد کې «له لمريزې انرژۍ څخه د اوبو د تصفيې آن د هوا تر عصري تودوخې او سړولو تکنالوژۍ پورې» هر څه نصب شوي دي. په دغه جومات کې داسې د مهندسۍ طرحه په کار لوېدلې ده چې «په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال دی څو د کاربن ډای اکسايد کچه عياره او طبيعي بڼو او موادو ته ترجيح ورکړي چې ګنبده يې د ونو جوړښتونو ته ورته برېښي.» 
د بريتانيا د مسلمانانو د شورا د يوې څېړنې له مخې د اسلام ضد روحيه د هغو مسلمانانو تر ټولو لويه اندېښنه وه چې د راتلونکې اوونۍ په ټولټاکنو کې هم خپله رايه ورکوي. دغې شورا په ټولو سياسي ګوندونو باندې غږ کړی دی چې د «اسلام ضد روحيې او هر ډول تعصب» په وړاندې عمل وکړي چې په عين حال کې يې د لومړي وزير بوريس جانسن، پر محافظه کار ګوند تور لګولی چې په دې کار کې پاته راغلی دی.  

په خیبر پښتونخوا کې د عثمانیه جامعې «قرآني بڼ»

Dpa/ns/sr

زموږ له آرشيف څخه د انځورونو البم: