بريتانيا: د ميليونو په ارزښت غلا شوي نادر کتابونه پيدا شول
۱۳۹۹ شهریور ۲۹, شنبهڅه نا څه ۲۰۰ نادر او قيمتي کتابونه چې ارزښت يې ۳،۵ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي په ۲۰۱۷ کال کې په بريتانيا کې غلا شوي ول چې اوس د ځايي پوليسو له خوا په رومانيا کې وموندل شول.
د لندن پوليسو ويلي چې دغه کتابونه د رومانيا په نيامت نومې سيمه کې تر يوه کور لاندې په يوه پټه خانه کې له ځمکې څخه راسپړل شوي دي. د لندن د پوليسو يوه چارواکي، اندي دورهم، وويل: «دغه کتابونه ډېر ارزښتمن دي، خو لا مهمه دا ده چې بې ساري او د نړيوال کلتوري ميراث له پاره ډېر اهميت لري.»
ځينې دغه کتابونه چې له خاورو راسپړل شوي، د مشهورو تاريخي شخصيتونو لکه ګاليلېو ګاليلې، آيزاک نيوټن، دانته اليګيري او فرانسيسکو دې ګويا اثار هم رانغاړي.
دغه اثار د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ د لندن په لويديځ کې د کتابونو له يو پلورنځي غلا شوي ول. غلو د ودانۍ بام سوری کړ، د حرکاتو د څارنې سېنسورونو څخه تېر شول او بيا يې دغه اثار پټ کړل مخکې له دې چې په متحده آيالاتو کې ليلامۍ ته ولېږل شي.
د بريتانيا پوليسو ويلي چې دغه غلا «د غلو له يو شمېر مشهورو رومانيايي کورنيو سره تړاو لري چې د کلامپارو په نوم د غلو په يوې ډلې پورې اړه لري چې پېچلي، پراخې او د لوړ ارزښت د شيانو غلاګانې کوي.»
د نورو غلاګانو پېژندنه
د بريتانيا، رومانيا او ايټاليې پوليسو په ګډو پلټنو کې د اروپايي اتحاديې د دوو اژانسونو په شمول، په يادو دريو هېوادونو کې ۱۱ نورې دغسې پېښې هم پلټل شوي دي.
دغو مشترکو پلټنو د ۲،۶ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت غلا شوې شتمني موندلې او ۱۳ شکمن عاملين يې نيولي چې ۱۲ ورڅخه يې په خپلو کړنو اعتراف هم کړی دی.
آ./ن.ص./ا.ا.
د کتاب پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: