1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

بريتانيا: اوکرايني ځواکونو خارکيف کې ځينې سيمې بیرته نيولي

۱۴۰۱ شهریور ۱۹, شنبه

د بریتانيا استخباراتي سرچينو د شنبې په ورځ وويل چې اوکرايني ځواکونو د روسي ځواکونو پر ضد تعرضي حملو کې پرمختګ کړی. تیره ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي هم ويلي چې ځواکونو ېې ځينې سيمې بیرته نيولي دي.

https://p.dw.com/p/4Gf9U
Ukraine Charkiw | Ukrainische Soldaten auf gepanzertem Fahrzeug
اوکرايني ځواکونه په خارکيف کې د ګزمې پر مهال - د سپتمبر ۹مهانځور: Juan Barreto/AFP

د بریتانيا د استخباراتي ارزونو پر بنسټ چې د شنبې په ورځ ېې پر ټويټر خپرې کړي، ځینو اوکرايني ځواکونو د خارکيف په سويلي سیمه کې «چې مخکې د روسي قواوو له خوا نېول شوې وې، تر ۵۰ کيلومترو پورې» پرمختګ کړی دی.

د آلمان خبري آژانس په حواله، سرچينې زیاته کړې چې روسي ځواکونه د جګړې په شمالي او سويلي برخو کې تر سختو فشارونو لاندې دي. د اوکراين ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي، هم د جمعې په ورځ وويل چې اوکرايني ځواکونو د دغه هیواد په سويلي سیمه خارکيف کې له ۳۰ ډير ښارګوټي او کلي بېرته نيولي دي.

زيلنسکي وويل: «موږ په تدريجي ‌ډول د نوو سیمو د نيولو په حال کې يو.» زيلنسکي زیاته کړه: «موږ د اوکراین هرې سيمې ته بېرته اوکرايني بیرغ وروړو او د خپلو خلکو محافظت کوو.»

هغه په عين حال کې يادونه کړې چې د اوکراین په ختيځه سیمه دونباس او همدارنګه په سويل کې لا هم «سختې جګړې» ادامه لري.

په اوکراين کې جګړه د روان کال د فبرروۍ په ۲۴مه پر دغه هیواد د روسيې له پوځي يرغل سره پیل او تر اوسه ادامه لري. په دغه موده کې لويديځ، اوکراین سره د روسيې پر ضد جګړه کې د ميليارډونو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړي دي.