برونای همجنسبازانو ته د مرګ له سزا څخه دفاع کړې
۱۳۹۸ اردیبهشت ۳, سهشنبهد آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې برونای د همجنسبازانو پر وړاندې د مرګ سزا له تطبیقولو څخه دفاع کړې ده، کومه چې د نړیوالې ټولنې له سخت انتقاد سره مخامخ شوې وه.
د رپوټ له مخې د «ګارډین» په نوم بریتانوۍ ورځپاڼې د اروپا پارلمان ته د برونای له خوا د لیکل شوي یوه لیک له قوله لیکلي دي چې همجنسبازانو ته د سنګسار سزا به ډیره نادره وي. دغه څه په دې سره مدلل شوي دي چې د جزا له پاره د دوو کسانو شاهدۍ ته اړتیا ده چې د «ښو اخلاقو او تقوا» درلودونکي وي.
د دغه هیواد د دې هیلې په پام کې نیولو سره چې غواړي خپل دودیز ارزښتونه او د کورنۍ اصل وساتي، د «زغم، احترام او درک» غوښتنه شوې ده.
د روانې میلادي میاشتې په پېل کې په برونای کې د جزا دغه سخت قوانین نافذ شول. چې پکې د همجنسبازانو له پاره پر سنګسار سربیره د غلو له پاره د لاسونو او پښو قطع کیدل هم شامل دي. په دغه لیک کې د برونای سلطنت لیکلي دي چې د نړیوالو انتقاد د ناسم تصور له کبله دی.
د اروپا پارلمان تیره اوونۍ ویلي ول چې بیلا بیل بندیزونه به وارزوي، چې پر نورو سربیره پکې د شتمنیو کنګل کول، د ویزې بندیز او په تور لېست کې د هوټلونو شاملولو څخه یادونه شوې وه. فلمي ستوري جورج کلوني غوښتنه کړې وه چې هغه هوټلونه چې د برونای په سلطان پورې اړه لري بائیکاټ کړی شي.
د بورنیو په ټاپو کې پروت د برونای سلطنت د ۴۲۰ زره زیاتو اوسیدونکو څخه يي دوه پر دریمه برخه مسلمانان دي. د آلمان خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې له یوې مودې راهیسې په دغه ځای کې محافظه پاله اسلامي قوتونه د پرمختګ په حال کې دي.
د بریتانيا په دغه پخوانۍ مستعمره کې همجنسبازان له زیات وخت راهیسي تر فشار لاندې دي. تر اوسه د همجنسبازۍ له پاره تر لسو کلونو سزا وه.
sr/nz (dpa
زموږ له آرشیف څخه: