1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

برلين کې پر يوه ۱۰ کلن زده کونکي جنسي تيری شوی

۱۳۹۷ شهریور ۱۰, شنبه

د رپوټونو په حواله، يو افغان مهاجر د آلمان په پلازمينه برلين ښار کې پر خپل يو لس کلن ټولګيوال باندې جنسي تیری کړی دی. ويل شوي چې دغه افغان هم ورته عمر لري او دغه عمل د ټولګي د يو علمي سفر پر وخت ترسره شوی دی.

https://p.dw.com/p/349Wa
Symbolbild Kind Therapie
سمولیک انځور له آرشیف څخهانځور: imago/IPON

د شنبې په ورځ د «بيلډ»، «بي زيد» او «مورګن پست» په نامه آلمانۍ ورځپاڼو رپوټ ورکړی چې دغه پيښه د دوبنيو رخصتيو وروسته د ټولګي د زده کونکو او د هغو د ښوونکو د يوه علمي سفر پر وخت رامنځته شوې ده. پيښه د آلمان د شمال ختيځ ښار براندنبورګ د «اوکرامارکت» په نوم سيمې کې په يوه تفريحي کور کې رامنځ ته شوې ده.

د آلمان د «سوسيال دموکرات» غړې او د دې هیواد په فدرالي شورا کې د روزنې او پالنې سناتورې ساندرا شيرس، «بيلډ» ورځپاڼې ته وويل چې « له دغې په ځانګړې توګه ټکان ورکوونکې قضيې څخه يې سخت وحشت کړی دی.» هغې زياته کړې چې «بايد له هر څه څخه کار واخیستل شي تر څو د زيانمن شوي ماشوم او د هغې له کورنۍ څخه ملاتړ شوی وي.»

رپوټونه کاږي چې دوه يوولس کلنو ماشومانو د جنسي تيري پر وخت دغه لس کلن ماشوم کلک نيولی وو. دغو دوو تنو ټولګيوالو هم د جنسي تيري دغه صحنه له ليدلې ده. د قرباني کس له دوستانو څخه يو تن چې د پيښې شاهد هم دی، وروسته يې يوه ټولنيز کارکونکي ته د پيښې په تړاو معلومات ورکړي دي.

دغه پيښه د دې لامل شوې ده چې د آلمان په پلازمينه برلين ښار کې يو تود ټولنيز بحث ته لمن ووهل شي. ميرمن شيرس «بيلد» ورځپاڼې ته وويل: «هيڅ يو مجرم نور ښوونځي ته نه ځي». هغې زياته کړه: «مونږ دغې قضيې ته د رسيدګۍ په موخه له کافي قانوني امکاناتو څخه کار اخلو.»

گفته شده که کودکی که به همصنفی اش در این مکتب ابتدایی تجاوز کرده، یک دانش آموز پسر افغان بوده است. بر اساس قانون جزایی آلمان، سن این کودک ایجاب مجازات را نمی کند.

ويل شوي چې کوم ماشوم چې په خپل ټولګيوال باندې تيری کړی دی، يو افغان زده کونکی دی. د آلمان د جزايي قانون له مخې، د دغه ماشوم عمر د مجازاتو وړ نه دی.