1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانیه: په ښوونځیو کي د جنسي اړیکو مضمون تدریسیږي

۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبه

د برتانيې حکومت په ښوونځیو کي د جنسي اړیکو د مضمون د رامنځته کیدو یوه نوې تگلاره وړاندي کړې، چي له ۲۰۲۰ کال څخه یې باید ټول زده کونکي تعقیب کړي. خو مسلمانانو بیا له دې نوي تګارې سره مخالفت ښکاره کړی دی.

https://p.dw.com/p/3LANs
Symbolbild Quereinsteiger
انځور: picture-alliance/imageBROKER/R. Hottas

د برتانيې د پوهني وزیر دامیان هِندس، د رسنیو په حواله د چهارشنبې په ورځ (د جون ۲۶ مه نیټه) اعلان وکړ چي د دغه پلان یوه برخه دا ده چي کوچنیان «باید د جنسي اړیکو په زده کړي او پوهي سره له مکتبونو څخه فارغ سي». د وزیر په خبره دا داسي یوه موضوع ده، چي سړی پرې په ټولګي کي تر دباندي ښه بحث کولای سي.

کوچنیان باید تر ټولو دمخه د ژوندانه د مختلفو ډولونو سره په درناوي رفتار زده کړي. ښوونځي مکلف دي چي د هغوی سره په دې لار کي مرسته وکړي چې د «متفاوتو، له محبته ډک او صحي روابطو» په باب معلومات او تجربه حاصله کړي.

وزیر په دې ډول سره په غیرمستقیم ډول د بیرمینگېم، په خاص ډول مسلمانو والدینو هغو اجتجانو په مقابل کي موقف ونیو، چي په ډیرو ښوونځیو کي یې د جنسي اړیکو د مضمون د له منځه تلو په خاطر تر سره کړي ول. والدینو پر دې باندي انتقاد کوه چي د دغه مضمون محتوا «نه د سن سره سمه» او نه هم «د اسلام سره سازگار» ده. د اعتراض کونکو پر پلاکاټونو باندي د «پریږدئ چې کوچنیان، کوچنیان واوسیږي!» او «زموږ کوچنیان، زموږ انتخاب!» شعارونه لیکل سوي ول.

د جنسي اړیکو د مضمون اساسي خطوط شل کاله مخکي تازه سوي ول. د رسنیو په حواله والدین د دې حق لري چي خپل کوچنیان د هغه درسي ساعت څخه وباسي چي د جنسي اړیکو په باب وي. خو که خبره د ټولنیز چلن او رفتار په اړه وي، د مثال په ډول همجنسبازۍ په اړه، بیا نو په دغه درسي ساعت کي گډون حتمي دی.

qn/ms (kna)

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 05.05.2015)