1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

د درو وزيرانو له استعفأ وروسته جانسن په نوي بحران کي ګير دی

۱۴۰۱ تیر ۱۵, چهارشنبه

د بريتانوي لومړي وزير بوريس جانسن له کابينې څخه د ماليې او روغتيا د وزيرانو تر استعفأ وروسته اوس يوې وزيري هم خپله دنده پریښې ده. جانسن وايي کار ته به دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/4DlM9
Großbritannien Sajid Javid, Boris Johnson und Rishi Sunak
آرشيف انځور ـ ريشي سونک، بوريس جانسن او ساجد جاويدانځور: Jessica Taylor/UK Parliament/AFP

جو چرچل دريمه وزيره ده چي د دوو ورځو په جريان کي خپله استعفأ وړاندي کوي. د د چاپيريال، خوراک او کليو دولتي وزيري پر خپله ټويټر پاڼه خپل استعفأ ليک خپور کړی دی، او ليکلي يې دي چي د دغې موضوع په تړاو په پام کي نه لري چي د رسنيو سره مرکې وکړي.

د بوريس جانسن وياندي ويلي دي چي لومړی وزير به خپل کار ته ادامه ورکړي او په پام کي نه لري چي له وخت تر مخه ټاکنې تر سره کړي. دا په داسي حال دي چي د وزيرانو تر استعفأ وروسته پر جانسن فشارونه لا زيات سوي دي.

يوه ورځ مخکي د لومړي وزير بوريس جانسن، د کابينې دوو وزيرانو استعفأوې ورکړې وې. د روغتيا وزير ساجد جاويد، له يادو وزيرانو څخه لومړی ؤ چي خپله دنده یې پریښوده. هغه پر خپله ټويټر پاڼه وليکل چي ضمير يې نور د دې اجازه نه ورکوي چي «په داسي يو حکومت کي» کار وکړي. د نوموړي د استعفأ وروسته په سمدلاسه توګه د مالي چارو وزير رشي سونک، هم له وزارت څخه د استعفأ اعلان وکړ. سونک وويل: «ولس له حکومت څخه په حقه دا تمه لري چي هغه په بشپړه وړتيا، جديت او ښه توګه کار وکړي.»

د دغو دوو مهمو وزارتونو څخه د يادو وزيرانو استعفاوي د هغه وروسته تر سره سوې، چي د محافظه پال حکومتي ګوند د پارلماني غړي کرس پنچر، پر ضد د نامعقوله جنسي حرکت تور ولګول سو. د دغو تورونو د رابرسیره کېدلو وروسته جانسن بخښنه وغوښته او ويې ويل: «زه په دغه موضوع کي له متاثر سوو ټولو افرادو څخه بخښنه غواړم.»

بوريس جانسن تر مخه لا د يو شمير تورونو او نیوکو سره مخامخ دی. د کرونا پاندمي پر وخت په لندن کي د سختو محدوديتونو د شتون پر وخت د لومړي وزير په دفتر کي د نافذ اصولو نقض کوونکي مجلسونه يې يوه بېلګه ده. خو د دغو تنقيدونو باوجوده جاويد او سونک د لومړي وزير پلوي کوله.

بوريس جانسن د خپلو دوو وزيرانو پر استعفأ په غبرګون کي ويلي دي چي «ورباندي خواښينی دی». جانسن د جاويد پر ځای سټيون بارکلې د روغتيا وزير او عراق الاصله ناظم زهاوي د مالي چارو نوی وزير ټاکلی دی.

وزيرانو څه وويل

جاويد پر ټيوټر په خپل پيغام کي خپله استعفأ هم خپره کړې ده او بوريس جانس ته یې خطاب ویلي: «تاسو چي د کومو ارزښتونو استازيتوب کوئ، هغه ستاسو په دوستانو کي هم ليدل کيږي او د اوسنيو رسوايانو په رڼا کي خلک دې نتيجې ته رسېدلي دي چي نه خو ستاسو ګوند وړ دی او نه هم د ولس په ګټه کار کوي.»

د صحت دغه پخواني وزير په خبله له دې کبله چي روښانه ده چې د جانسن د مشرۍ په صورت کي په وضعيت کي تغير نه راځي نو باور یې بايللی دی.

سونک بیا په خپله استعفأ کي ليکلي دي چي «د خلکو هغه توقعات بالکل پر ځای دي چي وايي حکومت بايد په جديت، وړتيا او ښه توګه کار وکړي. له حکومت څخه پر جلا کېدو باندي زه خفه يم خو زه د متزلزلتوب وروسته دې پايلي ته رسېدلی يم چي موږ نور په ګډه پر مخ نه سو تللای او له دې کبله زه استعفأ کوم.»

د اپوزیسیون لېبر ګوند مشر کيیر سټارمر، ويلي دي چي کومو کسانو چي د جانسن ملاتړ کړی ؤ، هغوی هم اوس په دې پوه سوي دي چي لومړی وزير خپله دنده په ښه توګه نه تر سره کوي. نوموړي زياته کړې ده: «بالاخره د ټولې سپکوالي، رسوايانو او ناکاميو وروسته دا واضح سوې ده چي دغه حکومت نور د رالوېدو په حال کي دی.»

جانسن د دوامداره لانجو سره مخ دی

لومړی وزير بوريس جانسن د تيرو څو مياشتو راهيسي له لانجو سره مخامخ دی. په دې ترڅ کي نه يوازي د مخالف ګوند سياستوالو، بلکه پخپله د جانسن د ګوند يو شمير سياستوالو له هغه څخه د استعفأ غوښتنه کړې وه. که څه هم جانسن تېره مياشت د هغه پر ضد د اعتماد د رايې څخه بريالی ووت، خو کاميابي يې په ډېرو لږو رايو وه. البته هغه د بل کال تر جون مياشتي پوري بيا د عدم اعتماد د تحريک سره نسي مخامخدای.

جانسن مجبوره ؤ چي د کرونا پاندمۍ پر وخت د محدوديتونو د نقض له کبله جرمانه ورکړي. هغه د بريتانيې لومړی صدراعظم دی چي د قانون ماتولو له کبله ورته سزا ورکوله سوه. بوريس جانس ومنله چي د مرستيال مشر په توګه د پنچر په ټاکنه سره يې غلطي کړې وه. هغه يوې بريتانوي رسنۍ ته ويلي ول: «که شاته وګورم نو دا يوه غلطه فيصله وه، زه له ټولو هغو کسانو څخه بخښنه غواړم چي له دغي فيصلې څخه متاثره سوي دي.»

په بريتانيه کي د بر حال پارلمان ميعاد په ۲۰۲۴ عيسوي کال کي پای ته رسيږي او په همدغه کال په اصل کي ټاکني پلان سوي دي. خو که لومړی وزير وغواړي نو له وخت څخه تر مخه هم ټاکنې کولای سي. د اپوزيسيون مشر سټارمر ويلي دي چي که ټاکنې سمدلاسه تر سره سي نو به ورته ښه راغلاست ووايي. د هغه په وينا د هيواد د منافعو لپاره د حکومت تبديلي اړينه ده.

آ./ا.ا./م.ج.