1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"برای" شروین حاجي پور د ګرمي جایزه وګټله

۱۴۰۱ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

د ګرامي مراسمو په ۶۵ مه دوره کي د ټولنیز بدلون له پاره د غورې سندرې جایزه د شروین حاجي پور له خوا جوړه شوې «برای» سندرې ته ورکړل شوه. هغه دا سندره د مهسا امیني تر وژل کیدو وروسته وویل.

https://p.dw.com/p/4N956
آرشیف: انځور د ګرامۍ جایزه د ایراني شروین حاجي پور سندري ته ورکړل شوه
آرشیف: انځور د ګرامۍ جایزه د ایراني شروین حاجي پور سندري ته ورکړل شوهانځور: Chris Pizzello/Invision/AP/picture alliance

د ګرامي مراسمو په ۶۵ مه دوره کي د ټولنیز بدلون له پاره د غورې سندرې جایزه د شروین حاجي پور له خوا جوړه شوې «برای» سندرې ته ورکړل شوه. هغه دا سندره د ژینا مهسا امیني تر وژل کیدو وروسته وویل. یادې سندري په چټکۍ سره نړیوال شهرت ترلاسه کړ.

د شروین حاجي پور لخوا "برای" سندره د یکشنبې په شپه د فبرورۍ پر ۵ مه د "ټولنیز بدلون له پاره د سندرو په کټګورۍ کې د غوره او ګرمي جایزه ېې وګټله.

دا د ګرامي ایوارډونو نوې برخه ده چې تیر کال پکې اضافه شوې وه. براي سندره د جایزې د ترلاسه کولو له پاره د ۹۵ زره خلکو له خوا نومول شوی وه.

د متحده ایالاتو لومړۍ مېرمنې جیل بایډن د ګرمي د پای په مراسمو کې وویل: دا سندره «د ښځو د آزادۍ او حقونو له پاره یو پیاوړی او شاعرانه غږ دی». هغې خپله وینا د "ښځي، ژوند آزادي" په شعار سره پای ته ورسوله.

ایران دوه نور کسان د اعتراضونو سره په تړاو اعدام کړي

د ګرمي اکاډمۍ وېبپاڼې له مراسمو مخکې دغه سندره د ایران حکومت پر ضد د اعتراض کوونکو د سرود په توګه معرفي کړه.

شروین حاجي پور دا سندره د ژینا مهسا امیني له وژلو وروسته له هغو ټویټونو څخه په الهام اخیستو جوړه او خپره کړه چې خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت تر سیوري لاندې د ژوند کولو په اعتراض کې درلودل.

د ایران په اعتراضونو کې له ۵۰۰ ډير کسان وژل شوي دی

"برای" سندره له جوړیدو څو ورځي وروسته ۴۰ ميلیونه ځله اوریدل شوې ده. دا سندره په کمه موده کې په نړۍ کې مشهوره شوه چې وروسته په ایران کې دننه او بهر آند په لاریونونو کي وغږول شوه. په نړۍ کې سلګونو سندرغاړو په مختلفو ژبو چمتو او وویل.

ډېرو کسانو لا مخکې دا تمه لرله چې «براي تو» سندره د ګرمی جایزې د سندرو په مینځ کې وګوري.

 تیره اونۍ د فلم او موسیقۍ سایټ "وریتی"  په بهر کې د ایران د لاریونونو د پراخ پوښښ په اړه راپور ورکړ او د ایراني مېرمنو د زړور مقاومت ستاینه ېې وکړه. د شروین حاجي پور "براي تو" سندره ېې د ټولنیز بدلون د ځانګړې جایزې د ګټلو له پاره د چانس وړ وبلل.

بېربوک ويلي چي تهران «د تاريخ پر غلط اړخ» ولاړ دی

د آنلاین موسیقۍ ترټولو مشهور سرویس "اسپاتیفای" د ګرامي ایوارډونو د لویو مراسمو په څنډه کې د "ایران مېرمنو" په نوم د غوره سندرو ټولګه په لاره واچول.

لیلا کاشفي، چې د "اسپاتیفای" له پاره یې د هنرمندانو دا لیست ترتیب کړی، وویل: »دا کار د ایراني میرمنو او د دوی د نړیوالو متحدینو د غږ پیاوړي کوو له پاره شوی دی.«

"براي" د شروین حاجي پور لومړنۍ د احتجاج او ټولنیز بدلون سندره نه ده. هغه مخکې د "نترس" سندره د خپل پلار په لاس د رومينا اشرفي د وژنې څخه په الهام اخیستلو او د ناموسي وژنو پر ضد په اعتراض کې جوړه کړې وه.

شروینن حاجي پور د روان کال په اکټوبر میاشت کې د "براي" سندرې د لیکلو په تور ونیول شوو چې څه موده وروسته بیرته په ضمانت خوشې شوو.