1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برازيل ته تللې افغانې قاضيانې اوس هم له طالبانو ويريږي

۱۴۰۰ آذر ۱۳, شنبه

افغانې قاضي مسکا او کورنۍ يې د کابل تر سقوط وروسته د طالبانو له ويرې ځانونه پټ کړل. دغه افغانه قاضي چې اوس له هیواده ۷۰۰۰ میله لرې په برازيل هيواد کې اوسیږي، لا هم له طالبانو ويره لري. هغه اوس هلته څرنګه ژوند لري؟

https://p.dw.com/p/43pwb
Griechenland Athen Frauen aus Afghanistan
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته یونان ته د رسيدلو افغان ښځينه قاضیانو او وکيلانو له ډلې څخه څو میرمنې - آرشیف انځور: Panayotis Tzamaros/NurPhoto/picture alliance

د برازيل ولسمشر، جاير بولسونارو د سپتمبر په ۲۱ مه د ملګرو ملتونو د اسمبلې په جريان کې له آسايي هیوادونو څخه د بالقوه مهاجرو پر مخ د خپلو هیواد دروازې پرانیستلې.

بولسونارو هغه وخت وويل: «موږ به د افغان مسیحيانو، میرمنو، ماشومانو او قاضیانو له پاره بشردوستانه ویزې ورکړو.» هغه چې خپله چاپ شوې وينا يې د پرامپتر یا سکرین له مخې لوستله، ظاهرا يې د « jovens» (ځوانانو) کلېمې وروستی حرف سم تلفظ نه کړ او هغه یې لکه جیوزیز یا جَجیز (قاضیان) تلفظ کړ. په هر حال، که د ولسمشر تلفظي اشتباه وه یا نه، حکومت يې ژمنه پوره کړه.

د مسکا د سفر پيل

مسکا تر هر څه لومړی په يوه بس کې د افغانستان شمالي ښار مزارشريف ته راوستل شوه چې بیا يې له هغه ځایه د خپلو شپږو ښځينه همکارانو سره یونان ته پرواز وشو.

مسکا د کورنۍ غړي او همکارانې يې بلاخره د اکتوبر میاشتې په پای کې برازیل ته ورسیدې، هغه هیواد چې افغانان ورسره ډيره لږه آشنايي لري او هغه شته لږ آشنايي يې هم د فوټبال لوبې له لارې ده. فوټبال هغه لوبه ده چې په برازیل او افغانستان کې خپل ډير مینه وال لري. په ځانګړې توګه د برازیل فوټبال له پخوا راهیسې په افغانانو کې محبوبيت لري.

مسکا د لومړي ځل له پاره له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې روانه اوونۍ اسوشييتید پریس خبري آژانس ته وویل چې هغه او نورې افغانې قاضیانې اوس هم له هغو طالبانو څخه ويريږي چې د دوی په محکمو کې يې يو شمیر غړي د مختلفو جرمونو په ارتکاب محکوم شوي ول.

Afghanistan Prozess nach Lynchmord an einer Frau
په کابل کې د يوې محکمې جریان - برازيل ته رسيدلې افغانه قاضي وايي چې پاتې همکاران يې له سختو ستونزو سره مخ ديانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

له همدې کبله دغه افغانه قاضي نه غواړي چې واقعي نوم يې په رپوټ کې خپور شي. همدارنګه هغې غوښتي دي چې په بزاريل کي ېې د اوسیدو ځای هم ونه ښودل شي. د هغې نورو همکارانو بیا حتی رسنیو سره له خبرو کولو څخه انکار کړی دی.

په افغانستان کې پاتې قاضیان «په ډيره ويره کې دي»

مسکا په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو د مخه لس کاله د قاضي په توګه دنده اجرا کړې ده، هغه وايي چې په ورستیو ورځو کې يې په کابل کې کور پلټل شوی دی. مسکا وايي چې افغانستان شاوخوا ۳۰۰ ښځینه قاضیانې درولودې، چې اکثره یې اوس مهال پټې دي او د بانکي حسابونه يې کنګل شوي دي.

هغه وايي: «موږ هغوئ (طالبان) پيژنو، هغوی به ښځينه قاضيانو کار کولو ته پرې نه ږدي. موږ به د خپل ژوند له پاره ډير شدید ګواښونو سره مخ و اوسو.» مسکا زیاتوي چې «هغوی ټول مجرمان له زندانونو آزاد کړل. هغوی هغه مجرمان ول چې موږ په جزا محکوم کړی ول.»

دغې افغانې قاضي د خپلو هغو همکارانو په اړه چې لا هم په افغانستان کې دي اندیښنه ښکاره کړه. هغې وويل په افغانستان کې پاتې قاضيان «په ډيره ویره کې دي، پټ دي. هغوی شدیدې اقتصادي ستونزې لري، تنخواوې نه لري، دندې يې له لاسه ورکړي او بانکي حسابونه يې تړل شوی دي.» مسکا وايي: «په کابل کې وضعیت ښه نه دی. هغوی لا هم په خطر کې دي.»

په فساد ککړ حکومت 

اسوشتيد پريس په خپل رپوټ کې لیکي چې طالبانو په افغانستان کې تر يو حده پراخ ملاتړ ګټلی وو، لامل يې دا وو چې په اګست میاشت کې د افغانستان پرزول شوی حکومت چې د لويديځ ملاتړ لرونکی وو، په پراخه کچه په فساد کې ککړ وو.

مسکا هم د هماغه حکومت په محاکمو کې قاضي وه، هغه وايي: «خو ښځينه قاضیانې تر ټولور زړه ورې، ځواکمنې او په پخوانۍ اداره کې تر ټولو صادقه کارکوونکې وې.»

Afghanistan I Evakuierungsflug I Qatar Airline
واک ته د طالبانو په رسيدلو سره ډير هغه افغانان چې ژوند يې په ګواښ کې وو بهرنیو هیواده ووتل او لا هم وځيانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

نوموړې وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر هغه تصمیم چې غوښتل يې نور په افغانستان کې د خپلو قواوو حضور پای ته ورسوي د دې له پاره په دې معنی وو چې ژر تر ژره له هیواده څخه ووځي. هغه وايي چې «هر څه يو ناڅاپي پيښ شول.»

«برازيل ته رسيدلي افغانان په ډيره زیاته ویره کې دي»

د برازيل د قاضیانو د ټولنې مشره، قاضي ريناتا جیل چې ټولنه يې د مهاجرو تمویل کوی وايي چې دغه هیواد ته رسيدلي افغانان «په ډيره زیاته ویره کې دي. هغوی اوس هم د ګواښونو احساس کوي.» هغه زیاتوي: «دوی طالب جنګیالي محکوم کړي دي، ځکه خو تر تعقیب لاندې دي.»

هغې چې د برازيل په پلازمينه د دغې ټولنې په مرکزي دفتر کې خبرې کولې وويل: «زه هیله منده یم چې دوی وشي کړی په خپلواکه توګه خپل ژوند وکړي. تر هر وخت پورې چې دوی مرستې ته اړتیا ولري موږ به يې ترڅنګ یو.»

افغانه قاضی وايي چې هغې په خپله د مرګ ګواښ تر لاسه کړی وو، «هغه په دې دلیل چې ما د مخدره موادو قاچاقبر محکوم کړی وو چې دا کار د ښځو له پاره ډيره سخت دی.»

د هیواد خوبونه او د بیرته ورتلو هیلې

دغه افغانې قاضيانې او د هغوی د کورنيو ۱۹ غړي، ظاهرا داسې ښکاري چې واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته يوازيني افغانان دي چې برازيل ته کډوال شوي دي. دوی اوس په برازیل کې خپل بانکي او د روغتيايي مراقبتونو حساب يا کارډونه لري. او د روغتيايي بیمه لري. دوی همدا ډول کولی شي په پرتګالۍ ژبه درسونه هم واخلي.

لا روښانه نه ده چې په برازيل کې به د دغو افغانانو راتلونکې څنګه وي، کوم چې اوس په کې لږ تر لږه ژغورل شوي دي. خو مسکا وايي چې هغه غواړي چې یوه ورځ بیرته خپل هیواد ته وګرځي.

Afghanistan Kabul | Taliban-Kämpfer
طالبان له افغانستان څخه د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته په اګست میاشت کې کابل ونیوه او دې سره واک ته ورسيدلانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

مسکا داسې وايي: «زه هیله لرم چې یوه ورځ په کابل کې خپلې کورنۍ سره يو ځای شم. ما خوب لیده چې په خپل کور کې يم. ما هر څه له لاسه ورکړل.»

دغې افغانې قاضي د امنيتي دلايلو له وجې برازيل ډير نه دی ليدلی همدارنګه پر خپل ځان د ويرې او د ژبې د ستونزې له کبله. خو هغې داسې خلک موندلي چې ورسره خواخوږي لري.

افغانه قاضي مسکا په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکي بهیږي، د برازیلي دوستانو په اړه يې وايي: «هغوی ماسره سم ژاړي، موږ پوهیږو چې دوی زموږ وضعیت درک کوي.» د مسکا درې ماشومان چې په هغو کې يو ېې تازه په ګرځيدو راغلی، هم د سخت او نوي ژوند سره لاس او پښې وهي.

راتلونکې ته انديښنې

برازیل ته کډه شوې دغه افغانه میرمن چې په افغانستان کې يې د کورنۍ ډير غړي تر څنګ ول او هغوی به ورسره مرسته کوله، هغه چې اوس په برازیل کې يوازې ده د خپل ځان او ماشومانو د راتلونکې په اړه يې انديښمنه ده.

د هغې کشري ماشومان چې کله د لوبې په میدان کې منډې وهي خوښ او با انرژي ښکاري، خو مسکا وايي چې مشره لور يې له دې څخه داسې پوښتنې کوي چې ځواب ورته نه لري.

هغه وايي: «هغه تل ما څخه زما د مور او پلار په اړه پوښتنه کوي، د خپلو همزولو او خپلو ترورزيو په اړه.» موسکا زیاتوي: «هغه تل موږ څخه د طالبانو پوښتنه کوي که چیرته هغوی موږ مړه کړي.»

خو له دغو ټولو سره سره، مسکا وايي چې د خپلو ماشومانو راتلونکې به يې روښانه وي، نسبت هغو ته چې اوس هم په افغانستان کې پاتې دي.

هغه وايي: «زه د هغوی له پاره هيله منده یم. دا چې هغوی اوس په يو ښه وضعیت کې زده کړې کوي، په یو ښه تعلیمي سیستم کې. دوی به په هره برخه کې چې توانايي لري خپل انتخاب به وکړي.»

آ./م.ک.ص./ا.ا.