1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایډن او سلمان پر کومو موضوعاتو خبرې کړي؟

۱۴۰۰ بهمن ۲۱, پنجشنبه

جو بایډن د سعودي پادشاه د اټومي موافقې د بیا را ژوندي کولو او اټومي وسلو ته د ایران د نه لاسرسي د هڅو له دوام څخه خبر کړی دی. سلمان هم ایران پورې د وابسته ډلو د وران کاره فعالیتونو د مخنیوي له پاره ګډ کوښښونه اړین وبلل.

https://p.dw.com/p/46nkU
Kombobild Joe Biden, US-Präsident & Salman ibn Abd al-Aziz, König Saudi-Arabien

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز د چهارشنبې (د فبرورۍ ۹ نیته) په ورځ د یوه تلیفوني تماس په ترڅ کې د ګډو سیمه ایزو مسائلو په اړه خبرې کړي دي.

د هغې اعلامیې په اساس چې سپینې ماڼې د دغو خبرو اترو په هکله خپره کړې ده د نورو ترڅنګ «د سعودي عربستان پر ملکي تاسیساتو د حوثي یاغیانو بریدونو» د دواړو هیوادونو د مشرانو د تلیفوني د خبرو اترو په محور کې ځای درلود.

په یاده بیانیه کې راغلي دي چې د امریکا ولسمشر د دغو بریدونو په هکله د سعودي عربستان د خلکو او خاورې څخه د دفاع په برخه کې د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار وکړ او په عین وخت کې یي د یمن جګړې پای ته رسولو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان کوښښونه تائید کړل.

اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي جدي مخنیوي ته د امریکا ژمنتیا د ریاض او واشنګټن د مشرانو د خبرو یو بل محوري ټکی وو. بایډن په ویانا کې د ایران د اټومي موافقې د بیا را ژوندي کولو په ارتباط د ترسره شوو مذاکراتو په هکله د سعودي پادشاه ته معلومات ورکړل.

سعودي عربستان په تیرو میاشتو کې ټینګار کړی وو چې د ایران د اټومي پروګرام ظرفیت د محدودولو او په سیمه کې د امنیت او ثبات په اړه مذاکراتو کې د ایران ګاونډي هیوادونه هم باید ګډون ولري.

هغه خبرې اترې چې د عراق په منځګړیتوب د سعودي عربستان او ایران ترمنځ روانې وې داسې معلومیږي چې د وین مذاکراتو ته په کتلو سره په هغې کې هم چندان پرمختګ نه دی شوی. په دې وروستیو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده، هم تائیده کړې چې د تهران او ریاض ترمنځ د خبرو اترو پنځم دور ځنډیدلی دی او عربستان د خبرو اترو دوام ته چندان لیوالتیا نه لري.

تر یوه کلن ځنډ وروسته د امریکا او سعودي لومړنۍ خبرې

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سعودي عربستان پاچا او د امریکا ولسمشر هم په ټوله نړۍ کې د انرژۍ د باثباته انتقال د ډاډمنولو له پاره د خپلو هېوادونو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

زمونږ له آرشيف څخه انځوریز رپوټ:

په دې وروستیو اونیو کې په نړیواله کچه په بی ساري ډول د نفت او ګازو د بیو لوړیدو او د اوکراین او روسیې په سرحد کې د کړکیچ زیاتیدو امکان د اغیزو له کبله په نړیواله کچه د انرژۍ د بیو متعادل ساتلو او اروپا ته د انرژۍ د بدیلو سرچینو د تامین په هکله هڅې او بحثونه روان ول. 

ملک سلمان او بایډن په خپلو خبرو کې د نفت د بازارونو باثباته ساتلو او اوپیک پلس توافق ته د خپلو هیوادونو پر ژمنتیا ټینګار کړی. د دې موافقې په اساس چې د اوپیک او یو شمیر نفت صادرونکو هیوادونو ترمنځ شوې ده، د نفت یا اومه تیلو تولید د حد اقل کچې په هکله توافق شوی او باید متعادل اوسي. 

د سعودي د شاهي قصر اعلامیه هم نږدې د سپينې ماڼۍ اعلامیې ته ورته ده. د سعودي عربستان پادشاه سلمان اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي له پاره د امریکا له هڅو څخه د خپل هیواد پر ملاتړ ټینګار کړی او په سیمه کې یې د ایران پورې اړوندو ډلو د «مخربانه فعالیتونو» د مخنیوي له پاره ګډې هڅې اړينې بللي دي. 

سلمان په عین حال کې په سیمه کې د کړکیچ د ټولو عواملو پر لمنځه وړلو د سعودي عربستان تمرکز ته اشاره وکړه او ویلي يي دي: «عربستان د یمن شخړې ته د یوې پراخې سیاسي حل لارې» پيدا کولو په لټه کې دی.

په وروستي ځل یو کال مخکې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي د منتقد خبریال جمال خاشقجي د قتل په قضیه کې د محمد بن سلمان د لاس درلودلو د اطلاع په اړه رپوټ تر خپریدو وروسته د بایډن او سلمان ترمنځ خبرې شوې وې.

خاشقجي د سعودي حکومت د مخالفینو له ډلې وو چې په ۲۰۱۸م کال کې کله چې په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته د خپل پاسپورت د تمدیدولو له پاره ورغلی وو، هلته له سعودي څخه استول شوي کوماندويي ډلې له خوا ټوټه ټوټه او نابود کړای شوی وو.

که څه هم د ترمپ حکومت له محمد بن سلمان سره دوستۍ او خبرو اترو ته ادامه ورکړې وه، خو د بایډن حکومت د دې جنایت په اړه خپل د خبرو اترو لوری په لوړه کچه یعنې یوازې پادشاه سلمان بولي او تر اوسه پورې یې په دې کچه د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره له هر ډوله تماس څخه ډډه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ خ. ح