1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایرن غواړي چې د روغتیا په برخه کې رد شوي مهاجر اخراج نه شي

۱۳۹۷ شهریور ۳, شنبه

د آلمان بایرن ایالت غواړي چې هغه مهاجرین چې د زړو کسانو د ساتنې او یا د نرس په توګه مسلکي زده کړې کوي، د اخراج د ګواښ پر وړاندې خوندي وساتي. په دې اقدام کې هغه کسان هم شامل دي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې.

https://p.dw.com/p/33ktk
Symbolbild | Krankenhaus Pflege Station
انځور: picture-alliance/dpa-Zentralbild/H.-J. Wiedl

د آلمان د بایرن ایالت غواړي چې په اوږدمهاله کې هغه پناه غوښتونکي چې د نرس او د زړو کسانو د ساتنې په برخه کې په مسلکي زده کړو بوخت وي، د اخراج له ګواښ څخه لیرې او خوندي وساتي. په دې ترتیب سره دغه ایالت غواړي چې ان له اخراج سره د مخ شوو مهاجرینو ساتنه وکړي او یا هغه شمیر مهاجرین چې د پناه غوښتنه یې رد شوي وي.

د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هیرمن، د «ولت» په نامه له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «اوسمهال موږ د زړو کسانو د ساتنې په برخه کې لا ډیر بشري ځواک ته ضرورت لرو. په دې دلیل موږ د بهرنیو اتباعو د چارو په اداره کې یو لړ داسې قواعد تر لاس لاندې نیولې چې له مخې یې وکولی شو د نرسنګ او د زړو کسانو د ساتنې په برخه کې زده کوونکي د اخراج د ګواښ پر وړاندې خوندي وساتو.»

Deutschland ausländische Arbeitskräfte
انځور: picture-alliance/dpa/J. Wolf

هیرمن همدا راز وویل چې دغه اقدام باید د مهاجرت په سیاست کې د «بدلون د کرښې» په توګه ونه شمیرل شي. د مهاجرت د سیاست په برخه کې د «کرښې بدلون» په دې معنی دی چې هغه رد شوي مهاجرین چې لا هم په آلمان کې ژوند کوي، د مهاجرت د قانون (Einwanderungsgesetz) په رڼا کې یې د آلمان د کار بازار ته داخلیدل اسانه کیږي. په دې ترتیب سره د دوی د پناه غوښتنې دوسیه د پناه غوښتنې له قانون څخه د مهاجرت قانون ته اړوي.

د آلمان د اوسنۍ صدراعظمې انګلا میرکل د محافظه کاره ګوند جنرال سکرتر لارس کلنګبایل د جمعې په ورځ له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «دا لا اصلاً نه شو مشخص کولی، چې هغه پناه غوښتونکي چې کار کوي او په ټولنه کې ښه ادغام شوي، دوی بیا هم اخراج کړل شي.»

د هغه په وینا هغه شرکتونه چې په نمونه ایې شکل د پناه غوښتونکو د ادغام په برخه کې متعهد دي، له دې مسئلې څخه به اغیزمن شي. د «کرښې بدلون» یا په آلماني اصطلاح "Spurwechsel" به داسې یو پیل وي چې په اساس یې رد شوي پناه غوښتونکي به د مسلکي کارګرو د قانون تر چتر لاندې راوستل شي. هغه مهاجر چې د آلمان په ټولنه کې په ښه توګه ادغام شوي وي، کولی شي چې په دې ترتیب سره په آلمان کې د پاتې کیدو له پاره مثبت راتلونکی هم ترلاسه کړي.