بان کي مون د خبرو له پاره پاکستان ته رسېدلی
۱۳۹۲ مرداد ۲۲, سهشنبهپاکستان ته د بانکي مون سفر په داسې وخت کې تر سره کيږي چې د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر د شخړې پر سر وضعيت لا هم ترینګلی پاته دی. د رپوټونو په حواله بان به د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سربیره له ځوانانو سره هم وویني. په پام کې ده چې بان ته به د سیلابونو سره د مبارزې په برخه کې د کار په اړه رپوټ هم وړاندي کړای شي.
په تیرو ورځو کې پاکستان او هند د کشمیر په سیمه کې د پولو دواړو غاړو ته پر یو بل باندي د ډزو کولو تورونه لگولي دي. د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اګست۲۱) اسلام آباد د هند مرستیال سفير ورغوښتی وو چې د هغوی په وینا هغه ته د هند له خوا د بې دلیله ډزو په اړه احتجاج وکړي، چې په پایله کې یې یو تن ملکي وګړی وژل شوی وو.
د هند پوځ د سه شنبې په ورځ پر پاکستان باندې د کشمیر په سیمه کې د ډزو کولو تور لګولی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې کوم رپوټ نه دی ورکړی.
خو د دغه ترینګلتیا سره سره به بان په خپل سفر کې د تعلیم په برخه کې تلاښونو ته خپله توجه متمرکزه کړي. د ملګرو ملتونو له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کي راغلي دي: «تیره میاشت د ملالي ورځې په تړاو به، هغه په اسلام آباد کې له ځوانانو سره وویني، چې د ټولو له پاره د معیاري زده کړو د پر مخ بیولو او غځولو په تړاو له هغوی سره بحثونه تر سره کړي.»
ملاله یوسفزۍ، چې د نجونو د تعلیم مبارزه ده، تیره میاشت ملګرو ملتونو دغه ورځ د هغې په نوم نومولې وه. ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۲کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو له خوا وویشتل شوه، هغه ډیره سخته ټپي شوه او د درملني له پاره بریتانيا ته ولېږل شوه، چې هلته یې ژوند وژغورل شو.
دغې شپاړس کلنې مبارزې تیره میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې یوه وینا هم واوروله او ژمنه یې وکړه چې د زده کړو په اړه به خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.
د ملګرو ملتونو او پاکستاني حکومت د احصائیو له مخې، د پاکستان کابو نیمایي ماشومان او د ځوانو نجونو درې پر څلورمه برخه لومړنیو ښوونځیو ته نه ځي.
بان به په خپل دغه دوه ورځني سفر کې د پاکستان د پارلمان له مشر سره هم وویني. د ملګرو متلونو عمومي منشي به د اګست په ۱۴ چې د پاکستان د آزادۍ ورځ ده، په اړه جوړو شوو مراسمو کې هم ګډون وکړي او پر دې سربیره به د ملګرو ملتونو په سوله ییز ماموریتونو کې دغه هیواد د سرتیرو او پولیسو پر نقش باندي رڼا واچوي. د پاکستان ډیر شمیر پوځیان د ملګرو ملتونو د سوله ییز مارموریت په چوکاټ کې دنده تر سره کوي.
په دغه دوه ورځني سفر کې به بانکي مون ته د طبعي آفاتو سره د مبارزې اداره په دغه هیواد کې د سیلابونو په اړه رپوټ وړاندې کړي. په پاکستان کې موسمي بارانونو او سیلابونو په تیرو څو اوونیو کې ۸۴ تنه وژلي دي او شاوخوا ۸۰ زره انسانان د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي.