1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو د مبایلونو له کنتروله مثبته نتیجه ګیري

۱۳۹۷ آذر ۲۷, سه‌شنبه

د مهاجرت او پناه غوښتنې په چارو کې د آلمان د فدرالي ادارې مرستیال د ژبې د پیژندنې او همدا راز د ګرځنده تلیفونونو د ارزونې له لارې د پناه غوښتنې په برخه کې د جعل کارۍ پر وړاندې هڅې بریالۍ بللې دي.

https://p.dw.com/p/3AJrW
Logo - Federal Office for Migration and Refugees

د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۱۸ نیټه) د مهاجرت او پناه غوښتنې په چارو کې د آلمان د فدرالي ادارې یا بامف مرستیال مارکوس ریشتر د فونکه رسنیزې ډلې ته په یوه مرکه کې د پناه غوښتنې اړوند د جعل کارۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ټکنالوژۍ کارول بریالي ارزولي دي. ریشتر وویل: «موږ د مهاجرینو د هویت معلومولو او زیږیدو ځای د پیژندلو په برخه کې د ډیجیټلي تخنیک [له کارونې] راضي یو.»

ریشتر همدا راز وویل چې د دغه سیستم پایلو د ګڼ شمیر قضیو په برخه کې د پناه غوښتونکو څرګندونې تائید کړي دي. د نوموړي په خبره د هغه شمیر پناه غوښتونکو په برخه کې چې د پناه غوښتنې د قضیو پر مهال یې ناسمې څرګندونې کړې وې، دغه نوي ډیجیټلي تخنیک ښه اغیز درلود.

د ۲۰۱۷م کال راهیسې د مهاجرت او پناه غوښتنې په چارو کې د آلمان فدراله اداره یا بامف د پناه غوښتونکو ګرځنده تلیفونونه د دغه ډیجیټلی سیستم له لارې ارزوي. په عین حال کې د یوه پناه غوښتونکي د اصلي هیواد د موندلو له پاره د ژبې د لهجې د پیژندلو یو سافټویر یا د کمپیوټر پروګرام کارول کیږي. دغه کمپیوټري پروګرام د یوه پناه غوښتونکي د ژبې د لهجې تر ارزونې وروسته، د هغه یا هغې اصلي هیواد تشخیصوي.

د ریشتر د څرګندونو په حواله آلمان ته د راغلو پناه غوښتونکو له ډلې څخه ۶۰ سلنه یې د سفر اسناد یا پاسپورت په لاس کې نه لري. زیاته شوې ده چې د پناه غوښتونکو د هویت او د اصلي هیواد د موندلو په موخه د نوي ډیجیټلي سیستم د کارونې له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۱۹ زره قضیې ارزول شوي دي. د دغه تخنیک پر مټ د عربي هیوادونو د پناه غوښتونکو هویت ارزول کیږي. د دې ترڅنګ د پناه غوښتونکو د هویت او د دوی د اصلي هیواد د مشخصولو له پاره تر اوسه پورې د شاوخوا ۲۷ زره پناه غوښتونکو ګرځنده تلیفونونه هم ارزول شوي دي.