1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغيس: آيا افغان ځواکونه ترکمنستان ته تښتېدلي دي؟

۱۳۹۷ اسفند ۲۶, یکشنبه

د رپوټونو په حواله تقريبا سل افغان امنيتي ځواکونه ښايي په بادغيس کې له خپلو پوستو څخه تښتېدلي او هڅه يې کړې وي چې ګاونډي ترکمنستان ته ځانونه ورسوي.

https://p.dw.com/p/3FCRG
Afghanistan Kundus Sicherheitskräfte Kämpfer
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغان امنيتي ځواکونو تېښته او ګاونډي ترکمنستان ته د هغوی د اوښتلو هڅه وروسته له هغه ښايي شوې وي چې له طالبانو سره يې په اوونيو اوږده جګړه وکړه. دغه خبره چارواکو کړې ده.

محمد ناصر نظري چې په بادغيس ولايت کې د ولايتي شورا غړی دی، وويل چې دغو ځواکونو اصلا د دې اجازه نه درلوده چې له پولې څخه واوړي او دا چې د دغو کسانو برخليک تر اوسه پورې ناڅرګند پاته دی. په ورته وخت کې طالبانو په ټولنيزو رسنيو کې د ځينو نيول شوو امنيتي ځواکونو انځورونه خپاره کړي دي.

د بادغيس د والي وياند، جمشيد شهابي، وويل چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې د روانو نښتو پر مهال ۱۶ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي. 

طالبانو او ملي اردو ته درانه تلفات اوښتي

د افغانستان ملي اردو هوايي بريدونه هم کړي او تازه دمي سرتېري يې سيمې ته استولي دي. شهابي زياته کړې ده چې يو شمېر سرتېرو د تېښتې هڅه کړې، خو دقيقې شمېرې يې ورنه کړې.

د هغه په خبره څه باندې ۴۰ تنه طالب ياغيان هم په دغو جنګونو کې وژل شوي دي. د ولايتي شورا غړي، محمد ناصر نظري په عين حال کې ويلي دي چې ۵۰ سرتېري وژل شوي او تقريبا سل تنه نور بې درکه شوي دي.

د هغه په وينا په سلګونو ځايي اوسېدونکي د والي د دفتر مخکې راټول شوي دي څو په بادغيس ولايت کې د امنيت په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړي.

نوموړي دا هم وويل چې بالا مرغاب تقريبا د طالبانو له خوا کنتروليږي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه يوازې د ولسواليو مرکزونه کنترولوي.  

 

AP/MKS/NS