1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیې د مهاجرو د محدویت لایحه تصويب کړه

۱۳۹۷ مهر ۳, سه‌شنبه

د ایټالیې حکومت د دوشنبې په ورځ هغه امنیتي فرمان صادر کړ چې له سختو نیوکو سره مخامخ وو. له دې فرمان سره له مهاجرو څخه د ایټالوي تابعیت بیرته اخیستل او د دوی د اخراج امر صادرول لا زیات اسانیږي.

https://p.dw.com/p/35RoA
Italien Innenminister Matteo Salvini
انځور: picture-alliance/dpaA. Medichini

د ایټالیې د کورنیو چارو وزیر ماتئو سالوينې، چې یو ښې اړخې سیاستوال دی، په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي دا نوی فرمان: «د ایټالیا د امن کولو له پاره د مخ په وړاندې پر لور یو ګام دی».

سالويني وړاندې لیکلي دي چې دا قانون له ايتالیا سره مرسته کوي، «څو د مافیا او انساني قاچاقبرانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لا زیات پیاوړې شي، د مهاجرت لوړ لګښتونه راکم کړي، مجرم او درواغجن پناه غوښتونکي اخراج کړي، له ترهګرو څخه تابعیت واخلي او پولیسو ته لا زیات واک ورکړی».

مخکې تر دې چې د ایټالیې ولسمشر سرجيو ماتاریلا، دغه لایحه لاسلیک کړي، پارلمان پر دې لایحې د بحث، رای ورکونې او اصلاح له پاره ۶۰ ورځې وخت ورکړی وو.

د ایټالیې د کورنیو چارو وزير وویل چې دا فرمان د مهاجرو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته د رسیدګۍ قوانين آسانه کوي او د ايټالیا د مهاجرت سیاست د نورو اروپایې هیوادونو د مهاجرت له سیاست سره ورته او منطبق کوي.

د دې نوي فرمان له مخې د بشر دوستانه دلایلو پر بنسټ د پناهندګۍ ورکړه، د شپږو سختګیرانه شرطونو په اساس ممکن ګرځي.

د ایټالیې د کورنیو چارو وزیر په دې اړه خبریالانو ته وویل، په هغه صورت کې چې پناه غوښتونکی بیړنیو طبي مرستو ته اړتیا ولري او یا د یوه طبیعي ناورين قرباني وي، کولی شي د بشردوستانه دلایلو په اساس پناهندګي ترلاسه کړي.

هغه وویل چې په تیرو کلونو کې نږدې یو پر څلورمه برخه د پناه غوښتنې د دا ډول غوښتنلیکونو د بشر دوستانه دلایلو پر بنسټ پناهندګۍ ترلاسه کړې ده او دغه کسان موقتي اقامه لري.

د سالویني په خبره د هغو کسانو د پناه غوښتنې عرېضې ځنډول کیږي چې په ټولنه کې خطرناک تشخص شي او یا د یو جرم د ترسره کولو له امله محکومیږي.

هغه زیاته کړه چې دغه ډله پناه غوښتونکي د مهاجرو په لویو مرکزونو کې ځای پر ځای کیږي په داسې حال کې چې زیر سن او په رسميت پیژندل شوي مهاجر بیا د هیواد په نورو برخو کې ځای پر ځای کیږي، څو په ټولنه کې د ادغام پروسه یې آسانه شي.

په تیرو اونیو کې پر دې شخړیز فرمان ډيرې سختې نیوکې وشوې. پنځه ستوری غورڅنګ چې د سالوينې له ښي اړخي ګوند سره د ائتلاف په نتیجه کې پر ایټالیې حکومت کوي، هم پر دغه فرمان انتقادونه وکړل.

د ایټالیې د اسقفانو د کنفرانس مشر نونسیو ګالانتینو، دا خبره ردوي چې په دې فرمان کې د امنیت ساتنې الزامي والی او له مهاجرو سره د چلند څرنګوالی درج شوی دی. ګالانتینو وویل: «هغه نتیجه چې له دې فرمان څخه راوزي، مهاجر ته له هم هغه پیل څخه د ټولنې له پاره د یوه ګواښ په سترګه کتل کیږي، فرق نه کوي چې هغه څه ډول چلند اختیاروي او دا یو بد پیغام دی».

سالوينې چې د ایټالیې د لومړي وزیر مرستیال هم دی، د هغه وخت راهیسې چې د جون په میاشت کې دغه ائتلافي حکومت واک ته رسیدلی دی، د مهاجرو پر ضد له سختګیرانه چلند څخه کار اخلي او د پناه غوښتونکو ژغورل شویو کیشتیو ته د ایټالیې په بندرونو کې د لنګر اچولو اجازه نه ورکوي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: