1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليایټالیا

ایټالیا: په یوه ورځ کې له ۱۰۰۰ ډیر مهاجر رسیدلي

۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

ایټالیا وايي چې نن د شنبې په ورځ له زرو ډیر کسان د کښتیو له لارې د دغه هیواد سواحلو ته رسیدلي دي. تر دې مخکې هم ایټالیا ته سلګونه مهاجر رسیدلي ول.

https://p.dw.com/p/4OYHU
Italien Crotone, Hafen | Fischerboot mit 500 Migranten, Polizeikontrolle
انځور: Giuseppe Pipita/Zuma/picture alliance

ایټالیا وايي چې یوازې نن د شنبې په ورځ له زرو ډیر ناقانونه کډوال د کښتیو له لارې د دې هیواد سواحلو ته رسیدلي دي. ایټالوي چارواکو همدا راز ویلي چې پرون هم د کډوالو یوه کښتۍ چې پکې ۴۸۷ تنه کډوال سپاره ول، د دې هیواد ساحلي ښار کروټونه ته رسیدلې ده. دغه ښار د ایټالیا په جنوب کې پروت دی. د انسا خبري اژانس په حواله، ایټالوي چارواکو دغه کښتۍ له ساحل څخه وچې ته اسکورټ يا بدرګه کړې ده.

په عین حال کې، د ایټالیا د ساحلي ځواکونو یوې کښتۍ ۵۸۴ تنه نور کډوال د ریګیو کالابرای سیمې ته انتقال کړي دي. دغه کسان د کډوالو له یوې بلې کښتۍ څخه چې له خپل ظرفیت څخه پکې ډیر کډوال سپاره وو، د ایټالیا د ساحلي ځواکونو کښتۍ ته انتقال شوي ول. چارواکو ویلي چې د خرابې هوا او د کسانو د تعداد د ډیروالي له کبله د ژغورنې دغه عملیات خورا پیچلي ول.

د تیرې اونۍ د پنجشنبې ورځې تر پایه پورې په ایټالیا کې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۵۸۰۰ کډوال په ایټالیا کې ثبت شوي دي.
د تیرې اونۍ د پنجشنبې ورځې تر پایه پورې په ایټالیا کې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۵۸۰۰ کډوال په ایټالیا کې ثبت شوي دي.انځور: Alessandro Serranó/AGF/Avalon/Photoshot/picture alliance

په وروستیو ورځو کې د ایټالیا پر ساحلي ځواکونو باندې له دې امله انتقادونه ډیر شوي چې د ایټالیا ساحل ته د یوې کښتۍ د ژغورلو په برخه کې یې بې غوري کړې ده. په دغه پیښه کې چې د فبرورۍ په وروستیو کې رامنځ ته شوې، له ۱۵۰ ډیر کسان سپاره ول چې د کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې په مجموعي ډول ۷۴ تنه وژل شوي چې ډیری یې افغانان دي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په وروستیو ورځو کې د مهاجرو زرګونه کښتۍ کشف کړې چې پکې ګڼ شمیر کسانو غوښتل په ناقانونه توګه د ایټالیا خاورې ته داخل شي.

د تیرې اونۍ د پنجشنبې ورځې تر پایه پورې په ایټالیا کې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۵۸۰۰ کډوال په ایټالیا کې ثبت شوي دي. په تیرو دوو کلونو کې بیا په همدې موده کې دغه شمیر ۶۰۰۰ تنو ته رسیدو.