1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا: د کښتۍ تر ډوبیدو وروسته پناه غوښتونکي لا درکه دي

۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبه

که څه هم چارواکي لا هم د یوې ډوبې شوې کښتۍ د لا درکه شویو سپرلیو په لټه کې دي، د کښتۍ ۲۲ نور سپارلي ژغورل شوي دي. دغه کښتۍ په مدیتراني سمندر کې نیمه شپه د سختو شرایطو له کبله ډوبه شوه.

https://p.dw.com/p/3Qp2n
Bootsflüchtlinge auf dem Mittelmeer
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Calvo

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په مدیترانه کې له مهاجرو څخه د یوې ډکې کښتۍ د ډوبیدو له کبله دوه کسان وژل شوي او څو تنه نور لا هم لا درکه دي. کښتۍ د ایټالیا لمپیدوسا ټاپو ته نزدې ډوبه شوې ده.

د ایټالیا ساحلي ځواک ویلي دي چې کښتۍ تر نیمې شپې لږ وروسته اوښتې ده او تر اوسه ترې ۲۲ تنه ژغورل شوي دي. زیاته شوې ده چې د ډوبیدو پر مهال په کښتۍ کې نزدې ۵۰ کسان سپاره ول.

په مدیترانه کې اوس شرایط ډیر سخت دي. ویل شوي دي چې د همدې سختو شرایطو له کبله په کښتۍ کې سپاره کسان وارخطا شول او ډیر شمیر یې د کښتۍ په یوې څنډه کې راټول شول. له همدې کبله بیا دغه کښتۍ واوښته.

تر اوسه پورې د ایټالیا ساحلي ځواکونو او د دې هیواد سرحدي پولیسو دوه جسدونه موندلي دي. په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې کښتۍ د هوا د سختو حالاتو او په ناڅاپي توګه پکې د سپرو مهاجرو د خوځیدو له کبله اوښتې ده.

دا هم ویل شوي دې چې په ډوبې شوې کښتې کې د هغې تر ظرفیت ډیر کسان سپاره شوي ول.

(ms/nz (dpa, Reuters, AFP