1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا له فرانسې سره سرحد ته پولیس استولي

۱۳۹۷ مهر ۲۹, یکشنبه

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني، له هغه وروسته چې فرانسې یو شمیر پناه غوښتنې بیرته ور واستول، د کلاویر سیمې ته پولیس استولي دي. هغه په دې برخه کې له ولسمشر مکرون څخه ځواب غوښتی دی.

https://p.dw.com/p/36twZ
Symbolbild Migrant überquert Italien-Frankreich-Grenze
انځور: Reuters/M. Pinca

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني، د کلاویر سیمې ته پولیس استولي دي. دغه سیمه له فرانسې سره پر پوله پرته ده. اوس د ایټالیا او فرانسې تر منځ د مهاجرو د لیږد په اړه جنجالونه نور هم ډير شوي دي. د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ پر خپله تویتر پاڼه ولیکل: «د کلاویر په اړه تازه جزئیات. نور نو د ټوکو وخت پای ته ورسید. ما هلته ګزمې واستولې.»

دې سیمې ته په داسې حال کې پولیس استول شوي دي، چې د ساویني یوه ورځ مخکې داسې یوه ویدیو خپره کړې وه چې پکې د فرانسې پولیس ښوول کیږي چې غیرقانوني پناه غوښتونکي د فرانسې له خاورې څخه د ایټالیا خاورې ته استول کیږي. د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر پر ولسمشر ایمانویل ماکرون باندې غږ وکړ چې دې موضوع ته ځواب ووایي.

دا لوړی ځل نه دی چې ساویني پر فرانسې باندې ایټالیا ته د مهاجرو د استولو په برخه کې نیوکه کړې ده. خو سیمې ته د پولیسو استول په دې برخه کې د هغه تر ټولو جدي اقدام دی.

«عادې پروسیجر»

کلاویر سیمه له فرانسې سره په سرحد کې ده. د پولې بلې غاړي ته د فرانسې چارواکو ویلي دي چې د مهاجرو بیرته استول یو «داسې نورمال پروسیجر» دی چې د فرانسي او ایټالیا چارواکو پر توافق کړی دی. زیاته شوې ده چې د اروپا قانون هم له دې اقداماتو ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولني د دوبلین د مقرراتو له مخې، پناه غوښتونکي باید په هغه هیواد کې چې دوی ورته لومړی رسیدلي وي، د پناه غوښتنه وکړي. که یو پناه غوښتونکي له لومړي اروپايي هیواد څخه تر تریدو وروسته، ځان دویم اروپايي هیواد ته ورسوي او هلته د پناه غوښتنه وکړي، نو بیرته لومړي هیواد ته استول کیږي.

د دوبلین مقررات په وروستیو کلونو کې د اروپايي ټولنې له تر ټولو جنجالي مقرراتو څخه بلل کیږي. ځينو اروپايي هیوادونو هڅه کړې ده چې د پناه غوښتونکو مسئولیت پر ګاونډیو هیوادونو باندې واچوي. ایټالیا د داسې یوه هیواد په ټوګه چې له مدیترانې څخه رسیدونکي ډیر پناه غوښتونکي لومړی ورته رسیږي، په وروستیو کلونو کې د ډیرو مهاجرو کوربه دی.

په تیرو کلونو کې د فرانسې او ایټالیا تر منځ پناه غوښتونکي تبادله شوي دي. د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر روښانه کړې ده چې د ایټالیا پخوانیو حکومتونو ښايي کار کړی وي، خو په خبره یې اوس «په دې هیواد کې فضا بدله شوې». هغه روښانه کړې ده چې نور به یې حکومت پرته له دې چې د مهاجرو هویت ثبیت کړي، له فرانسې څخه هغوی و نه مني.