1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایساف: د یاغیانو په بریدونو کې کمی راغلی دئ

۱۳۹۱ مهر ۴, سه‌شنبه

د ایساف ځواکونو ویلي دي چې په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو باندې د یاغیانو بریدونه په وروستیو اتو میاشتو کې پنځه سلنه راکم شوې دي.

https://p.dw.com/p/16Dc6
انځور: AFP/Getty Images

د ایساف په خبره د روان کال د اگست په میاشت کې د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله د یاغیانو په بریدونو کې نهه سلنه کموالی راغلی دئ. خو دغه میاشت د افغانستان د جگړې عمومې انځور نه شي وړاندې کولای.

دا په داسې حال کې ده چې ملگرو ملتونو ویلي دي چې د اگست میاشت په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ملکي وگړو له پاره دویمه تر ټولو وژونکې میاشت وه. د دې سازمان په حواله په دې میاشت کې د جگړو له کبله ۳۷۴ ملکي وگړي وژل شوي او ۵۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د بریدونو د راکمیدو یو لامل دا دئ چې اوس ډیر شمیر سیمه ییز پولیس د یاغیانو پر وړاندې جگړه کې ونډه اخلي. دا په داسې حال کې ده چې بهرني ځواکونه اوس له افغانستانه د وتلو چمتووالی نیسي. د پلان له مخې به بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي.

د روان کال د لومړیو څلورو میاشتو شمیرې ښيي چې افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو په پرتله پنځه برابره لوړ تلفات لري. رسمي شمیرې ښيي چې یوازې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۸۵۳ افغان سرتیري وژل شوي دي.

په همدې حال کې د ناټو په تلفاتو کې هغه کسان نه دي شامل چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د «دوست-دښمن» بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي. دغه شان بریدونو په روان کال کې ۵۱ بهرني سرتیري وژلي دي.

د ایساف ویاند گوینتر کتڅ، ویلي دي : «زه فکر کوم چې د بریدونو د راکمیدو یو اساسي لامل دا دئ چې افغان امنیتي ځواکونه نور هم پیاوړي کیږي.»

کتڅ زیاته کړې ده چې اوس یاغیان د ملکي وگړو په وژلو او د داسې بریدونو په ترسره کولو لاس پورې کوي چې د رسنیو پام راجلبوي. دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې طالبانو د هلمند په ولایت کې د طالبانو پر یوې اډې باندې برید وکړ او د دوو امریکايي سرتیرو د وژلو تر څنگ ئې یو شمیر جنگي الوتکو ته تاوان واړوه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض

د ایساف ویاند گوینتر کتڅ: «افغان ځواکونه اوس پیاوړي شوي دي»
د ایساف ویاند گوینتر کتڅ: «افغان ځواکونه اوس پیاوړي شوي دي»انځور: picture-alliance/dpa