ایراني، ټایلندي او مکسیکي ژورنالستانو د زړورتیا جایزې تر لاسه کړي
۱۳۹۰ آبان ۶, جمعه
د ښځو لپاره د مطبوعاتو نړیوال بنیاد همدا راز د «بي بي سي» خبریالې، کیت ایدي، ته د هغې د کارې لاس ته راړنو لپاره هم یوه جایزه ورکړه.
کیت ایدې په خپل کارې ژوند کې د افغانستان څخه تر د بوسنیا د جګړې په هکله رپورټونه ورکړي دي. هغه د دندې پر مهال ټپي شوي، په قبر کې یې شپي سبا کړي او لا تر اوسه یې په پښه کې د مرمیو پاتې شونې شته.
په همدې حال کې د زړورتیا جایزې ایرانۍ پریسا حفیظي، مکسیکۍ ادیلا نوارو بیلو او تایلندۍ پریمچیاپورن تر لاسه کړي دي.
پریسا حفیظي ۴۱ کاله عمر لري او په تهران کې د رویترز د خبریالانو مشره ده. ۴۳ کلنه ادیلا نوارو بیلو د یوې مجلې مشري پر غاړه لري او تایلندې پریمچیاپورن هم یوه ویب پاڼه لري.
ایرانۍ ژورنالسته پریسا حفیظي په ۲۰۰۹ کال کې د پولیسو لخوا وهل شوې وه او بیا په وار وار یې د ایران د امنیتې ځواکونو لخوا د نیول کیدو کواښونه هم تر لاسه کړي دي. خو هغه اوس هم د خپلې دندې سره مینه لري. هغه وایي:
«ډیر خلک زما څخه پوښتي چې څنګه کولای شم خپله دنده پرمخ بوځم. خو دا زما دنده ده او همدا زما ژوند دی.»
تایلندۍ پریمچیاپورن هم که د محکمي لخوا مجرمه وپیژندل شي نو کیدای شي چې شل کاله په زندان کې تیر کړي. د تایلند دولت وایي چې هغې باید د خپل له ویب پاڼي څخه د مخالفینو هغه نظریات پاک کړي وای چې په کې پر شاهي نظام نیوکې شوې وې.
اوس پریمچیاپورن په ضمانت آزاده ده خو د هغې دوسیه په محکمې کې څیړل کیږي. د تایلند حکومت څو څو وارې هڅه کړې چې د هغې ویب پاڼه وتړي.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض