1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ولي مېرمنې حجاب ته مجبوروي؟

۱۳۹۹ دی ۳, چهارشنبه

په ایران کې مېرمنې اړ دي چې نه یوازې په عامه ځایونو، بلکې په اعلانونو کې هم حجاب مراعت کړي. په دې وروستیو کې په یوه ویډیو کې له حجاب پرته د ایراني مېرمنو حضور د دې سبب شو چې ایراني چارواکي یې پر تولیداتو بندیز وضع کړي.

https://p.dw.com/p/3nARl
Iran | Zum tragen von Hidschabs
انځور: picture-alliance/Ap Photo/E. Noroozi

د ایران په کرمانشا ښار کې څارنوال شهرام کرامي له پاره د موډ اړوند اعلانونو کې د مېرمنو د ویښتو ښودل په ساده الفاظو کې یو غیر اخلاقي کار دی. نوموړي د یوه ویډیويي کليپ تر خپریدو وروسته، قضايي او امنیتي مامورینو ته دنده سپارلې څو ټول هغه افراد او اشخاص چې د دغه ویډیويي کلیپ په تولید او خپرولو کې دخیل وو، تعقیب کړي. د امریکا متحده ایالاتو اړوندي رادیو فردا د یوه راپور پر اساس، تر اوسه پورې د یاد ویډیويي کليپ په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.

د دغو افرادو نیول کیدل د ایران د رژیم له لوري د مېرمنو له پاره د سخت ګیرانه او محافظه پاله جامو د اغوستلو ارادې واضح کوي. د ایران د حکومت له نظره، د دغو قوانینو نه عملي کیدل د ایران د قوانینو د نه عملي کیدو په معنی دي. په ایران کې د ۱۹۷۹م کال تر اسلامي انقلاب وروسته، د ایران په ټولنه کې د مېرمنو نقش د ایران د نظام د نظریې مرکزي هسته تشکیلوي.

د ایراني میرمنو په هکله د خمیني نظریه

د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله روح الله خمیني ټینګار کاوه چې میرمنې باید د جامو په برخه کې حیا په نظر کې ونیسي. خمیني په ۱۹۷۹م کال کې ایټالیوي خبریالې اوریانا فلاچي ته په خپلو خبرو کې ويلي ول چې هغه مېرمنې چې د ایران په انقلاب کې یې سهم درلود هغوی داسې مېرمنې وي چې با حیا جامې یې اغوستي وې.

۱۹۷۹م کال: هنرمنده ملیحه نیکجومند له دوه روحاني کسانو سره د لفظي مشاجرې پرمهال چې غواړي ورباندې حجاب تحمیل کړي.
۱۹۷۹م کال: هنرمنده ملیحه نیکجومند له دوه روحاني کسانو سره د لفظي مشاجرې پرمهال چې غواړي ورباندې حجاب تحمیل کړي. انځور: ISNA

د ایران دغه مذهبي مشر یادې خبریالې ته همدا راز ویلي ول چې «عشوه ګرو او له نازه ډکو ښځو، هغه ښځې چې سینګار کوي، خپلې غاړې، ویښته او بدنونه په کوڅو او سړکونو کې خلکو ته ورښيي، د ایران له شاه سره مبارزه نه ده کړې. دوی هیڅ سم کار نه دی کړی. دوی نه پوهیږي چې څرنګه نه یوازې ټولنې، بلکې په سیاسي او مسلکي ډګر کې مفید واقع شي.» د خمیني په خبره دلیل یې دا دی چې دوی د ځان ښوولو پرمټ خلک په غوسه او منحرف کوي.

تر دې وروسته، ډیر ژر په ایران کې دا روښانه شوه چې د ایران انقلابیانو غوښتل چې یو سخت ګیرانه محافظه پاله ټولنیز نظم رامنځته او حاکم کړي. دوی په همدې خاطر، د ایران د هغه مهال د پاچا هغه اقدام لغوه کړ چې سیکولر او آزاده محکمې یې د کورنیو د ستونزو له پاره مسئولې ټاکلې وې او د دې پرځای یې دغه امتیاز یو ځل بیا د ایران مذهبي مشر ته ور وسپاره.

د مېرمنو حقونه او د ایران انقلاب

نګار متحده چې سیاسي علوم یې لوستي، په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «ډيرو ایراني مېرمنو دغه څه رد کړل.» هغې د ورو خبرې کول، ضربه لري یا «Whisper Tapes» تر عنوان لاندې خپل یو تازه کتاب لیکلی. دغه کتاب د امریکايي خبریالې او د ښځو د مدافع کیټ میلیټ د سترګو لیدلي حال پر اساس لیکل شوی چې په ۱۹۷۹م کال کې یې د ایران تر اسلامي انقلاب وروسته ایران ته سفر کړی وو. یادې امریکايي خبریالې د ښځو وکیلانو، محصلینو او کارګرو پر هغو ناستو او ملاقاتونو هم تمرکز کړی چې دوی د خپلو حقونو له پاره را بللې وې.

په ایران کې د ۱۹۷۹م کال اسلامي انقلاب د دغه هیواد پر میرمنو باندې هم پراخ اغیز پریښود.
په ایران کې د ۱۹۷۹م کال اسلامي انقلاب د دغه هیواد پر میرمنو باندې هم پراخ اغیز پریښود. انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Salemi

میرمن نګار خپل یو هغه مشهور شعار را نقل قول کړی چې د ایران تر انقلاب وروسته، د ښځو خوځښت کارولی وو: «موږ د شاتګ له پاره انقلاب و نه کړ.» خمیني او ملاتړو یې په ایران کې د ښځو د حقونو له پاره ډیره پام نه دی کړی. دوی په خپلو ذهنونو کې داسې فکر کوي چې ایرانۍ مېرمنې باید په غرب کې د مېرمنو د آزادیو پرخلاف وي. ایراني انقلابیانو نه یوازې د امریکا له سیاسي او اقتصادي اغیز څخه د ایران آزادیدل غوښتل، بلکې دوی همدا راز غوښتل چې په سیمه کې اسلامي فرهنګ هم پسې پراخ شي.

سیاسي شوي بدنونه

د ۱۹۷۹م کال په پسرلي کې د ایران مذهبي مشر، ایت الله روح الله خمیني د حجاب اغوستلو له پاره د ایرانۍ مېرمنو هڅونه پیل کړه. په ۱۹۸۳م کال کې، د ایران پارلمان پریکړه وکړه چې هغه میرمنې چې په عامه ځایونو کې خپل سر او ویښته نه پټوي، دوی ته به د ۷۴ درو سزا ورکول کیږي. له ۱۹۹۵م کال راهیسې، په ایران کې بې حجابه مېرمنې ان تر ۶۰ ورځو پورې زندان ته هم اچول کیږي.

ایرانۍ میرمنې د سپورت په نړیوالو رقابتونو کې هم حجاب مراعتوي.
ایرانۍ میرمنې د سپورت په نړیوالو رقابتونو کې هم حجاب مراعتوي. انځور: Irna

سربیره پر دې، ډېر ایراني نارینه او ښځې د ایران د مذهبي مشر له لوري تحمیل شوې د دغې نظریې خلاف دي. متحده په دې هکله وايي: «میرمنې اوس د جامو قوانینو ته په نه پام سره خپل مخالفت څرګندوي.» د هغې په خبره، ایرانۍ مېرمنې غواړي اوس وښيي چې دوی غواړي پر خپلو بدنونو باندې کنټرول ترلاسه کړي. دوی غواړي هر راز چې یې خوښه وي ویښته پریږدې او یا دا چې غواړي چې خپل نوکان رنګه کړي او که نه، دا یوازې په دوی پورې اړه لري.

د میرمن متحده په خبره، ایرانۍ مېرمنې اوس د خپل مخالفت څرګندولو له پاره نوي کارونه کوي ترڅو رژیم عکس العمل ښوولو ته مجبور کړي. دغه ایرانۍ لیکواله زیاتوي چې دغه کار د ایرانۍ مېرمنو د عکس العمل د راپاریدنې سبب هم کیږي او زیاتوي چې د ایرانۍ مېرمنو د بدنونو په هکله سیاستونه د بدلیدو په حال کې دي.