1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ «وخت په ختمېدو دی»

امید دیدار دویچه ویله انګلیسي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د جګړې د پای ته رسولو له پاره يوې موافقې ته د تهران د اړکولو په هڅه کې يو وار بيا د ايران د ويجاړولو ګواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/5DuB8
USA West Palm Beach 2026 | Trump spricht zu Reportern vor Abflug mit Air Force One
ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ «وخت په ختمېدو دی»انځور: Saul Loeb/AFP

ټرمپ پر خپلې سوشیل تروث خواله رسنۍ لیکلي: «د ایران له پاره وخت پر تېرېدو دی او غوره به وي، چې هر څومره ژر کېږي اقدام وکړي. له دې پرته به یې هېڅ څه هم پاتې نه شي».

د اپریل په لومړیو کې د امریکا او ایران تر منځ پر اوربند هوکړه وشوه، چې ټرمپ هغه وغځاوه، خو د ایران د جګړې د پای له پاره لا هم کومه بنسټیزه هوکړه نه ده شوې.

Iran Bandar Abbas 2026 | Schiffe in der Straße von Hormus
ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ «وخت په ختمېدو دی»انځور: Kyodo/picture alliance

د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ وویل، چې اوربند « په ډېر نازک حالت» کې دی.

ټرمپ پخوا هم په تونده لهجه ایران ته خبرداری ورکړی، چې «ټول تمدن» به یې له منځه ولاړ شي او ګواښ يې کړی وو چي په قصدي توګه به ملکي زېربناوي په نخښه کړي، ترڅو تهران د واشنګټن شرايط ومني.

اسلام اباد؛ د ایران-امریکا مذاکراتو ته چمتوالی

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar