1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ته د ترمپ جدي ګواښ

۱۳۹۸ تیر ۵, چهارشنبه

له څو ورځو راهیسې د ایران او امریکا متحده ایالاتو تر منځ کړکیچ نور هم سخت شوی. اوس د امريکا ولسمشر د خپل ټویټر په پیغام کې ایران ته سخت خبرداری ورکړی دی. تهران هم دغه لړۍ توده ساتلې ده.

https://p.dw.com/p/3L6cf
USA Washington Donald Trump unterschreibt Executive Order zu Iran
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خپل هيواد پر وړاندي د ایران د کوم پوځي اقدام په هکله په سختو ټکو کې خبرداری ورکړی دی. ترمپ د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «د امریکا د هر شي پر وړاندې به د ایران هر ډول برید ته په ستر او سخت قوت سره ځواب وویل شي. او په ځینو برخو کې سخت فشار د له منځه وړلو په معنی دی.»

ترمپ په خپل دغه پیغام کې لیکلي دي چې د ایران ډیره جاهلانه او تحقیرونکې بیانیه چې نن خپر شوې ده یوازې دا ښيي چې هغوی حقیقت نه درک کوي.

تر دې دمخه د ایران ولسمشر حسن روحاني پر دغه هیواد باندي د ترمپ له لوري لګول شوي بندیزونه «ذهناً د وروسته پاتې والي» یوه نخښه بللې وه. ترمپ د روحاني په ځواب کې د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي چې د ایران مشرتابه د مهربانۍ او همدردۍ ټکي نه پيژني. هغه لیکلي ول چې په خواشینونکي ډول څه شی چې هغوی یې پيژني زور او قدرت دی او متحده ایالات د نړۍ تر ټولو قدرتمن پوځي ځواک دی.

ترمپ د دوشنبې په ورځ د ایران پر روحاني مشر آیت الله خامنه يي او سپاه انقلاب پر ځينو جګپوړو قوماندانانو بندیزونه ولګول.

داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې ښایي د روانې میلادي اوونۍ په اوږدو کې د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف هم بندیزونه وضع شي.

د روسیې ملاتړ

له څو میاشتو راهیسې د ایران او متحده ایالاتو تر منځ ترینګلتیا په تیره اوونۍ کې په خطرناک ډول لا پسې ډیره شوه. ایران یوه امریکایي بي پيلوټه اکتشافي الوتکه وویشتله، چې د تهران د معلوماتو له مخې د دوی هوایي حریم ته ورننوتې وه.

خومتحده ایالات بیا د دې برعکس وایي چې الوتکه یې په نړیوال حریم کې وه. د امریکا د معلوماتو له مخې د بې پیلوټه الوتکې تر ویشتل کیدو وروسته ترمپ پر ایران د برید امر کړی وو، خو وروسته يې بیا خپل دغه امر بیرته اخیستی وو.

د دغه کړکيچ په ترڅ کي روسيې د ایران ملاتړ کړی دی. د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشوف، په بیت المقدس کې له خپل امریکايي او اسرائیلي سیالانو سره په ملاقات کې ویلي وو چې داسې شواهد شته چې متحده ایالاتو د ایران هوایي قلمرو نقض کړی وو. د هغه په خبره په مسکو کې د دفاع وزارت دغه معلومات ده ته ورکړي وو.

د امريکا متحده ایالاتو او ایران تر منځ د سختې ترینګلتیا په ترڅ کې د لومړي ځل له پاره د روسیې، اسرائیلو او متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارانو په بیت المقدس کې لیدلي ول. په دغه ملاقات کې سوریه او ایران مطرح وو.

پاتروشوف تر ملاقات وروسته د روسیې خبري آژانس تاس، ته ویلي: «ټولو هڅه کوله چې تهران د سیمې امنیت ته د اصلي ګواښ په توګه مطرح کړي، او ایران له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره په یوه کتار کې یادول زموږ له پاره د منلو وړ نه ده.» د هغه په خبره ایران د روسیې یو مهم شریک او متحد دی.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په سیمه کې له ټولو ښکیلو ډلو او هیوادونو څخه غوښتي ول چې له زیات محتطانه چلن څخه کار واخلي او په داسې اقداماتو او مذاکراتو باندې لاس پورې کړي چې ترینګلتیا راکمه کړي.

زموږ له آرشیف څخه: