ایران: بی له رسمي واده څخه د هلکانو او نجونو ګډ ژوند
۱۳۹۷ شهریور ۳, شنبهپه ایران کې بې له رسمي واده څخه د هلک او نجلۍ د ګډ ژوند دود مخ پر ډیریدو دی. «ازدواج سفید» یا په اصطلاح سپین واده د ایران په لویو ښارونو کې مخ پر ډیریدو دی. آیا کلتوري زیربناوې د دې پدیدې له پاره آماده دي؟ د تحصيل کچې او د پټ او ښکاره سپین وادونونو د انګیزې په هکله د لومړنۍ څیړنې رپوټ خپور شوی دی.
آیا دا پدیده د دې ښکاریندویې کوي چې د دا ډول ګډ ژوند په اړه منفي نظر تغير کړی دی؟ آیا د وخت په تیریدو سره به ازدواجهای سفید، په ځوانانو کې د شرعي ودونو ځای ونیسي؟
دا چې په اصطلاح دغه ودونه په پټه ترسره کیږي، نو په دې اړه څیړنه او د ارقامو راټولول یو ستونزمن کار دی. څیړونکی او ټولنپوه کاميل احمدي، د ازدواجهای سفید په اړه یوه جامع څیړنه ترسره کړې ده چې دا د دې ټولنیزې پدیدې په اړه لومړني ارقام دي، چې عملاً یې د خلکو سره د مرکو په اساس برابر کړي دي.
دغه څیړنه چې یونیم کال وخت یې ونيوه د ایران په دریو لویو ښارونو تهران، مشهد او اصفهان کې عملاً له ۲۱۶ داسې کسانو سره شوې چې پخپله دا ډول ګډژوند لري.
دغه عملي کار د «خانه ی با در باز» یا د خلاصو دروازو کور په نوم د دغه څیړونکي په انټرنټ پاڼه کې خپور شوی دی.
احمدي د دې څیړنې په مقدمه کې له ازدواجهای سفید څخه د«مخ پر پراخیدونکي ټولنیزې پدیدې» په توګه یادونه کړې ده چې حکومتي چارواکو پرې چپتیا اختیاره کړې او زغمل کیږي.
د رسمي ودونو د شمیر ټيټیدل او د طلاق د پدیدې له ډیرو سره په اصطلاح سپینو ودونو ته میلان ډیر شوی دی او حتی کیدای شي د رسمي ودونو د فیصدۍ کمیدو په برخه کې بی اغیزې ونه اوسي.
په داسې حال کې چې دا ډول ګډ ژوند د یو شمیر ځوانانو له خوا د ژوندانه د یو سبک په شکل منل شوی دی، خو یو شمیر مسئولين او کارپوهان ورته د ټولنیزې معضلې په توګه اشاره کوي.
د ازدواجهای سفید انګیزه
د کامیل احمدي څیړنې ښیي چې زیاتره ښځې چې په اصطلاح د سپین واده لاره اختیاروي، په اوږدمهاله کې لیوالتیا لري چې دغه رابطه پر رسمي واده بدل شي؛ یعنې سپين واده د رسمي واده له پاره یو عامل او تر رسمي واده مخکې د آشنایې د مرحلې په توګه په نظر کې نیسي. یا په بل عبارت دغو ښځو د اقتصادي، ټولنیز او حقوقي شرایطو د نه مساعدویدو له کبله د ازدواج سفید لاره انتخاب کړې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغې څیړنې له مخکې د دغو ښځو د ژوند شریکانو بیا رسمي واده ته له ځان څخه ډیر لږ میلان ښودلی دی او یا که لږ په دقیق ډول وویل شي نو د خپلو اوسنیو پارتنرانو يا شريکانو سره رسمي واده کولو ته لیواله نه وو.
د دې تحقیق له مخې په جنسي اړیکو کې اسانتیا ازدواجهای سفید ته د داخلیدو مهم عامل ګڼل کیږي.
د «خانه ی با در باز» تحقیق، له دين څخه تیښته، د ديني حساسیتونو کمیدل او سیکولار ژوند ته میلان د دغه ګډ ژوند د ځانګړنو په توګه راپيژني. د فیمینسټي مطالبو او د دوی د برابري غوښتنې په پام کې نیولو سره سیکولاریزم ته، په دې څیړنه کې د ګډون کونکو ښځو میلان، ډیر ښودل شوی دی.
د دې څیړنې برخوالو ښځو له پاره دين او یا حد اقل د دين عنعنوي لارښوونې، چې دوی محدودوي د منلو وړ نه وې او دا ډول ژوند د دیني فشارونو په مقابل کې مقاومت بولي.
د دې څیړنې له مخې پر رسمي ودونو بی باوري ۴۱ سلنه، او تر ۲۰ سلنه زیات د خپل بدن او فردي انتخاب د آزادۍ حق ، سپین ودونو ته د میلان مهم فکتورونه ګڼل شوي دي.
په دې ترتیب سره مالي ناتوانایې، د کاري امنیت نشتوالی او د لازیات بلدیدو د امکاناتو نشتون هم په اصطلاح د سپين ودونو په برخه کې له اغیز لرونکو عواملو څخه شمیرل کیږي.