ایران او آلمان بندیان سره تبادله کړي
۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبهچارواکي په دې هکله ډیر جزیات نه ورکوي. د ایران د قضایي ادارې ویاند غلام حسین اسماعیلي په خبره، دغه آلمانی تبعه په ایران کې د غیرقانوني عکسونو او فلمونو د اخیستلو په تور په درو کالو بند محکوم سوی وو. هغه یو څه وختهپه زندان کې وو او د دوشنبه په ورځ راخلاص سو. د ایران په حواله هغه اوس خپل ټاټوبي آلمان ته ستون سوی.
قضایي ادارې د هغه نوم نه دی ښودلی خو مخکې تر دې ایران د خپل تبعه احمد خلیلي نوم یاد کړی چې د آلمان له محبس څخه آزاد کړای سوی دی. لکه څنگه چې د ایران د خارجه وزارت ویاند ویلی، خلیلي په دې بهانه په آلمان کې ونیول سو چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د غیر قانوني او ظالمانه تعزیراتو څخه یې سرغړونه کړې . هغه امریکا متحده ایالاتو ته د استولو له گواښ سره مخامخ وو.
آزاد کړای سوی بندي د ایران له خارجه وزیر سره یو ځای ایران ته ستنیږي
ویل کیږي چې خلیلي تر پرله پسې دیپلوماتیکي مشورو وروسته آزاد سوی او د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره یې یو ځای ایران ته پرواز کړی. ظریف څو ورځي مخکې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې گډون کړی وو. خو دا لا معلومه نه ده چې خلیلي څه وخت په آلمان کې نیول سوی وو. د ایران د رسنیو په حواله هغه د ایران د ملکي هوانوردۍ په برخه کې یو مسوول کس وو.
امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۸ م کال په می مياشت کې، له ایران سره اټومی تړون په یو اړخیز ډول لغوه کړ او یو ځل بیا یې د ایران پر ضد تعزیرات وضعه کړل چې د نورو ترڅنگ د ایران د هوانوردۍ څانگه هم پکښي شامله وه.
له امریکا متحده ایالاتو سره هم د بندیانو تبادله
واشنگټن او تهران چې هیڅ ډول دیپلوماتیکي اړیکي پر مخ نه بیایي، په دسمبر کې بندیان سره تبادله کړل. له ۲۰۱۶ کال راهیسی په جاسوسۍ باندی تورن امریکایی کارپوه خیو وانگ په امریکا کې د بندي ایراني پلټونکي مسعود سلیماني په مقابل کې آزاد کړای سو. له هغه وروسته ایران دې ته ورته نورو معاملو ته تیاری وښود.
په ایران کې د دوو فرانسویانو محاکمه
په ایران کې د لويديځ ډېر ډیر اتباع بندیان دي. لکه څنگه چې د هغوی وکیل سعید دهقان اوس ویلي، د مارچ پر دریمه نیټه به د ایران د انقلابی محکمې له خوا د هغو دوو فرانسوی کارپوهانو د محاکمې پروسه پیل سي چی د جون د میاشتي راهیسي په ایرن کی بندیان دي.