ایران، امریکا ته د جاسوسي په جرم یو کس په اعدام محکوم کړی
۱۳۹۸ مهر ۹, سهشنبهد ایران قضائیه قوې د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې په ایران کې یو کس د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې سي آی اې، له پاره د جاسوسي کولو په تور د اعدام په سزا محکوم شوی دی. د دغه کس نوم نه دی اخیستل شوی.
د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي; ویلي دي چې دغه کس د محکمې د حکم پر وړاندې عریضه کړې او په خبره یې وروستۍ پریکړه به اړونده محکمه وشي. د اسماعیلي په خبره محکمې دوه نور ایرانیان چې د علي نفریه او محمد علي بابا پور په نومونو یاد شوي متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ په تور په لس کلن بند محکوم کړي دي.
د محمد امین نصب، په نوم یو بل کس د بریتانیې له پاره د جاسوسۍ کولو په تور په لس کلن بند محکوم شوی دی. د ایران د قضائیه قوې له پاره دا غیر عادي خبره نه ده چې د جاسوسۍ په اړوندو قضیو کې سخته سزا واوري.
خو دا خبره لا معلومه نه ده چې د محکمې وروستۍ پریکړې په جولای میاشتې کې د ایران له اعلان سره تړاو لري که نه. هغه مهال ایران ویلي وو چې ۱۷ کسان یې د «سي آی اې» له پاره د کار کولو په تور نیولي دي.
د محکمې دغه پریکړه په داسې وخت کې اعلانیږي چې له ایران سره د متحده ایالاتو او د ناټو د یو شمیر نورو غړو اړیکې مخ پر ترینګلې کیدو دي. دغه اړیکي وروسته له هغې ترینګلې شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره د شوي نړیوال اتومي تړون څخه د وتلو پریکړه وکړه او پر تهران یې بندیزونه ولګول.
(sr/ms (Reuters, AP