1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران افغان کډوال اخراجوي خو سوداګرو ته تابعیت ورکوي

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

ایران چې هره ورځ په سلونو افغانان په جبري ډول اخراجوي، د لومړي ځل له پاره یې بیا شلو افغان سوداګرو ته تابعیت ورکړی. د طالبانو او هرات ځايي چارواکي وايي د ایران له دې پریکړې خبر دی او دغه اقدام له زیانه ډک بولي.

https://p.dw.com/p/4BCa5
Flüchtlinge
انځور: ISNA

په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له رکود سره مخامخ دی او افغانان ورځ تر بلې په کور دننه له بې کارۍ او فقر څخه شکایت کوي، په لومړي ځل ایران افغان سوداګرو ته تابعیت ورکړی دی.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې ایران ۲۰ افغان سوداګرو ته چې د ایراني تابعیت له قانوني پروسې تېر شوي او په یاد هیواد کې د پانګوني هوډ لري تابعیت ورکړی. د افغانستان د پخواني جمهوري نظام تر سقوط وروسته او واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسې، په هیواد کې سلګونه کوچنیو شرکتونو د مختلفو دلایلو له کبله خپل کارځایونه تړلي او له چارواکو د پاملرنې غوښتنه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزي د ایران لخوا د لمړي ځل له پاره د شلو افغان پانګوالو ته د تابعیت یاد اقدام د افغانستان پر اوسني اقتصادي وضعیت د منفي اثراتو څخه ډک بولې او زیاتوي چې له هیواد څخه د پانګو او سوداګرو وتل د افغانستان اقتصادي وضعیت ته سخت ګذار دی چې باید مخه یې ونیول شي.

Flüchtlinge
انځور: ISNA

ښاغلي الکوزي له دویچه ویله آلمان غږ سره په خبرو کې وویل چې له دې مخکې هم یو شمیر نور افغان سوداګر په ترکیه کې د تابعیت په اخیستلو بریالي شوي خو په خبره یې په پاکستان کې لا تر اوسه کوم افغان سوداګر ته د تابعیت د ورکړي موضوع نه ده را برسیره شوې. که څه هم په وروستیو کې له افغانستان څخه د سرمایې د ایستلو دقیقې شمیرې نه شته خو الکوزی وايي: «تر اوسه د دې سرمایه دارانو نومونه نه دي معلوم چې دا غټ پانګوال دي که واړه، خو په مجموع کې له افغانستان څخه د سرمایو ایستل زموږ لپاره غټ زیان دی. سرمایه دار که له یوې خوا د ځان لپاره ګټه کوي ور سره د یو شمیر کسانو له پاره د کار زمینه هم برابروي نو ځکه د افغانانو لخوا په ایران کي سرمایه ګذاري زموږ پر داخلي سرمایه ګذارۍ منفي تاثیر پریږدي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډوال شول. ایران داسې مهال افغان سوداګرو ته د تابعیت د ورکړې پریکړه کړې چې هره ورځ سلګونه کډوال د ایران له لوري په اجباري ډول افغانستان ته اخراجیږي. 

په هرات ولایت کې میشت ملي سوداګر حاجي عبدالواحد وايي: «دا چې شتمنو افغانانو له هیواده خپلې سرماېې باسلې او لا هم یو شمیر کسان د وتلو په حال کې دي نو لازمه ده چې حکومت داسې یوه پالیسي غوره کړي چې نور خلک زموږ ملک ته را مات شي چې دلته سرمایه ګذاري وکړي نه دا چې موږ همدا سرمایه داران چې لرو له لاسه یې ورکړو.»

Iran Afghanische Flüchtlinge | NRC Jan Egeland
انځور: LAILA MATAR/NRC/AFP

ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د تابعیت ترلاسه کول یې ستونزمن کار دی او په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال شکایت کوي چې حتی په ایران کې زېږېدلي افغانان هم تابعیت نه شي ترلاسه کولای. د معلوماتو له مخې په ایران کې میشت افغان کډوال له ډېرو لومړنیو خدمتونو بې برخې دي.

د هرات مستوفي حافظ خلیل احمد هم د یادې موضوع د تائید ترڅنګ وايي چې ایران یو شمیر هغو کسانو ته دا زمینه برابره کړي چي ور سره له فرهنګي او مذهبي پلوه اړیکي لري خو په مجموع کې هغه سوداګر چې د دوې سره ارتباط ونلري هغوې ته تابعیت نه ورکوي.

د هرات مستوفي حافظ خلیل احمد په دې هکله دویچه ویله ته وویل: ««ایرانیان هڅه کوي چې په یو او بل نوم دا امتیاز یا هغه امتیاز درکوو او له فرصته خه استفاده کوي، دا چې د دوی د تابعیت شرایط سخت دي بیا هم یادو کسانو ته تابعیت ورکوي.» د ښاغلي خلیل احمد په خبره دا زموږ د هیواد په ګټه نه دي خو هیواد ته ژمن له هغه تاجرانو سره چې موږ لیدلي او ورسره خبره مو کړي هغوې لیوالتیا لري چې په خپل هیواد کې پانګونه وکړي او د ایران تابعیت ته لیواله نه دي.

Flüchtlinge
انځور: ISNA

په داسې حال کې ویل کیږي چې د ایران له لوري به د افغان سوداګرو لپاره د تابعیت د ورکول کیدو له امله د هرات صنعتي ښارګوټی د یوشمیر فابریکو د تړل کیدو لامل شي چې د یو شمیر هراتي سوداګرو په خبره د طالبانو حکومت په رامنځ ته کیدو سره د دې صنعتي ښارګوټي ۳۰ سلنه فابریکي تړل شوي. د معلوماتو له مخې د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۵۰۰ فابریکې فعاله وې.

ایراني چارواکي په داسې حال کې افغان پانګوالو ته د تابعیت ورکولو اعلان کوي ​​چې دا هیواد د امریکا لخوا د کلونو راهیسې د اقتصادي بندیزونو له امله تر سخت اقتصادي فشار لاندې دی چې له کبله یې په خپله په ایران کې هم اقتصادي وضعیت تر پخوا ډیر ځپل شوی دی.

تیره ورځ د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلې وه چې له ایران څخه ۱۰۳۶ افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری یې په جبري ډول له هغه هیواده اخراج شوي.

زموږ له آرشیف څخه: