1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا په افغانستان کې د فساد پر ضد اغېزمنه مبارزه کیږي؟

۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزې په برخه کې د افغان حکومت ګامونه ستایلي دي، خو ایا په خپلواکه توګه د فساد پر ضد مبارزه د قناعت وړ ده؟

https://p.dw.com/p/3UUQ7
Symbolbild Afghanistan Korruption
انځور: picture-alliance/Ton Koene

په افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزې نادولتي بنسټونه وایې چې د ملي یووالي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې له فساد سره مبارزه کړې ده، خو اغیزمنه پایله یې نه درلوده.

افغانستان اوس هم د شفافیت نړېوال سازمان د تېر کال د راپور له مخې، د نړۍ د تر ټولو مفسدو هېوادونو په نوملړ کې څلورم ځای لري.

د دسمبر نهمه نيټه د نړۍ پر ډېرو هيوادونو کې د فساد پر ضد مبارزې د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د افغانستان د شفافیت د څار سازمان مشر سیدا اکرام افضلي نن دوشنبې (۲۰۱۹م کال د دسمبر ۹ نیټه) په همدې تړاو یوې غونډې ته وویل چې په حکومت کې دننه مشخصې کړۍ فساد کې ښکېل دي. نوموړي زياته کړه: «حکومت د فساد پرضد ګامونه پورته کړي، لکه د فساد ضد قانون او یا هم د فساد پر ضد مبارزې ملي ستراتیژي خو دا ټول یوازي د کاغذ پرمخ پاتې شوي.» افغانان له کلونو راهيسې په ادارو کې د فساد له شتونه ځوریږي.

ادعاوې کيږي چې په تېرو څه کم شل کلونو کې د په میلیاردونو ډالرو نړېوالو مرستو ډېره برخه شخصي جېبونو ته لوېدلي.

د حکومت ځواب څه دی؟

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش د فساد ضد مبارزې نړېوالې ورځې لمانځغونډې ته وویل چې د ملي یووالي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې له تصویب شویو قوانینو څخه درې یې د فساد ضد مبارزې په برخه کې دي.

هغه وويل: «د فساد پرضد مبارزې قانون او د دې پدیدې ضد د یوه خپلواک کمېسیون ایجاد د فساد پر ضد د حکومت د جدي ارادې ښکارندويي کوي.»

Symbolbild Afghanistan Korruption
د شفافیت نړېوال سازمان د تېر کال د راپور له مخې، افغانستان اوس هم د نړۍ د تر ټولو مفسدو هېوادونو په نوملړ کې څلورم ځای لري.انځور: DW/H. Sirat

سره له دې چې په خپلواکه توګه د فساد پر ضد د حکومت له مبارزې ډېر رضایت موجود نه دی، خو ملګرو ملتونو د فساد په اړه د حکومت وروستي ګامونه ستايلي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوې ویناپاڼې کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله راغلي دي: «ملګري ملتونه د هغو حقوقي کړنلارو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي، چې د فساد پرضد مبارزي چوکاټ پیاوړی کوي.»

خو ځيني کتونکي بیا د فساد پر ضد د افغان حکومت مبارزه نه یوازې اغېزمنه نه بولي، بلکي ادعا کوي چې د ملي یووالي حکومت پرمهال په ادارو کې فساد سیستماتیکه بڼه غوره کړې.

سیاسي شنونکي مطیع الله ابراهیم زي دویچه ویله ته وویل، چې په همدغه حکومت کې له اداري فساد سربیره د سیاسي او اخلاقي فسادونو رسوايې هم له چا پټې نه دي: «په حکومت کې فساد ورځ تر بلې پیاوړی شو، حتی سیاسي، اخلاقي او اجتماعي فسادونه هم رابرسیره شول چې د افغانستان دریځ یې په نړېواله کچه ترپوښتنې لاندې راوستی.»

د یوې سروې له مخې چې تېر کال خپره شوې، افغانان هر کال یو عشاریه اووه میلیونه ډالر بډې ورکوي. په افغانستان کې ناامنۍ، زورواکي، بي وزلي، د قانون کمزورې واکمني او له قانون څخه معافیت د فساد د ډېرېدو ستر لاملونه بلل کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل