1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا وچکالي به په ايران کي په یوه سیاسي موضوع باندي بدله سي؟

۱۳۹۷ شهریور ۱۱, یکشنبه

گرمي او وچکالي د سږکال په دوبي کي په جرمني کي هم موجوده وه. په ايران کي هم ، خو هغه د څو اوونیو څخه نه، بلکي د میاشتو او په ځینو سیمو کي حتی د کلونو راهیسي . په نتیجه کي د اوبو قلت اوس یوه سیاسي موضوع گرزیدلې ده.

https://p.dw.com/p/34Aeq
Iran - Wassermangel in Khoozestan
انځور: privat

د اصفهان  د چارجو د مشهوره پله عکسونه همدا لږ وخت دمخه ټولي نړۍ ته ورسیدل : دغه پل د زاینده پر رود باندي جوړ سوی، چي د ژوند بخښونکي او آب حیات د رود معنی ورکوي. خو دغه رود نور ژوند بخښونکئ نه دی. هغه اوس خلگو ته اوبه نه ورکوي او په ډیرو ځایونو کي یې تَل حتی وچ سوی دی. د علي په نامه یو ایرانئ، چي د اصفهان په غرب کي اوسیږي او بزگر دی، کله چي د اوبو نل پیچي، نو اوبه نه ورڅخه راوزي. دئ وايي، کله چي خپلي زراعتي مځکي ته ورځي، نو بیله دوړو او غبار څخه بل شی نه ځیني راپورته کیږي. «موږ د اوبو مشکل لرو. زموږ نباتات او وني وچي سوي دي. دوی موږ نه پریږدي، چی د رود څخه اوبه راواړوو. زموږ حق نه راکوي. خلگ مجبوره دي ، چي کډه سي او د اصفهان ښار ته ولاړ سي.»

په ايران کي د ابیارۍ عصري سیسټم  ډیر لږ وجود لري. ځیني بزگران اوس هم د یُوم او بیلچې څخه کار اخلي، تر څو اوبه خپلو مځکو ته وروگرزوي، خو پدې سره بیا ډیري اوبه هم ضایع کیږي. کاوه مدني ، چي د ملگرو ملتونو د اقليم ساتني په برخه کي کار کوي، وايي،«موږ د(مشترک شي د تراژیدۍ) سره مخامخ یو. دا د شلم قرن د شپیتمي لسیزي  تیوري ده، چي ویل یې: لمړی هر یو کوښښ کوي د( مشترک شي) څخه ترکومه ځایه پوري چي ممکنه وي، راوباسي. خو په اخره کي یې ټوله بایلوو، ځکه چي موږ د هغه منابع او چینې وچوو.»

خو کاوه مدني نه غواړي، ټوله گناه پر بزگرانو باندي ورواچوي، کوم چي د خپل ځان د بقأ او ژوندي پاته کیدو له پاره مبارزه کوي. دئ دا د حکومت وظیفه بولي او وايي،«موږ باید دغه کلتور ته خاتمه ورکړو، او کوښښ وکړو، ایکالوژیکي سیسټم بیرته راژوندی کړو. دا یوه ډیره جدي موضوع ده. دهغه د رامنځته کیدو وظیفه باید دولت پر غاړه واخلي.»

خو اکثریت بزگران وايي، چي دولت دا کار نه کوي. د هغوی په خبره پخوا به موږ غنم، اوربشي او نخود کرل، خو اوس زموږ په مځکو کي ډیر لږ شیان راشنه کیږي. دوی په مځکو کي کارونه نه لري، مگر تراکتورونه یې فعاله دي، خوهغه هم د مظاهرو پروخت .یوازي  بزگران هم ندي ، چي د وچکالۍ او اوبو د قلت سره مخامخ دي او په مظاهرو لاس پوري کوي، بلکي عام خلک هم خصوصأ هغه وخت د سختو مشکلاتو سره مخامخ کیږي، کله چي د حرارت درجه پنځوسو ته ورسیږي او د نلونو څخه اوبه رانه سي. دا هم پداسي حال کي ده، چي یو وخت ایران په نړۍ کي د خوږو اوبو یو ډیر غني هیواد ؤ. ځیني وخت برق هم نه وي، ځکه چي په بندونو کي هم اکثرأ اوبه نه وي. د مظاهرو پرمهال هغوی شعارونه ورکوي، چي په یمن او سوریه کي د نظامي عملیاتو د پیسو د مصارفو  په عوض دي، هغه په زراعت او د اوبو په تهیه کولو کي مصرف سي.

Iran - Wassermangel in Khoozestan
انځور: Nasim Saadawi

خو کارپوهانو د ډیر وخت راهیسي ددې څخه  خبرداری ورکړی دی، چي حکومت په دغه موضوع کي د هر جهته بیده دی او څه نه کوي. حکومت کولای سوای هغه وخت چي لا پیسې موجودي وې، د بحرونو له تروو اوبو څخه  د مالگي لیري کولو دستگاوي جوړي کړي. خو اوس ډیر ناوخته دی او خصوصأ د امريکا متحده ايالاتو د اقتصادي تعزیراتو د لگولو په سبب دا کار نور ناممکنه سوی دی، چي دغه ډول دستگاوي دی هیواد ته راواردي سي.

په همدې اړه زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 25.12.2017 )