1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د شمالي کوریا مشر چین ته سفر کړی دی؟

۱۳۹۷ فروردین ۷, سه‌شنبه

جاپاني او امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، واک ته تر رسیدو وروسته د لومړی ځل له پاره چین ته په بهرني سفر تللی دی. خو ځینی بیا وایي چې د کیم پر ځای یوه لوړپوړي پلاوي چین ته سفر کړی.

https://p.dw.com/p/2v3tG
Nordkorea Führer Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/AP Photo/Wong Maye-E

د رسنیو د رپوټونو په حواله د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، له هیواد څخه بهر د خپل لومړي سفر په ترڅ کې چین ته تللی دی. تر دې مخکې جاپاني رسنیو خبر ورکړی وو چې د شمالي کوریا یوه لوړپوړي پلاوي د اورګاډي په واسطه چین ته سفر کړی دی.

د نیپون خبري شبکې داسې انځورونه خپاره کړي دي چې په کې داسې یو اورګاډی ښوول شوی چې د وروستي ځل له پاره د کیم د پلار له خوا په ۲۰۱۱ کال کې چین ته د هغه د سفر پر مهال کارول شوی وو.

په پیکینګ کې هم سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د تینانمین څلور لارې هم له خلکو خالی کړای شوې وه. دا هغه تدابیر دي چې پیکینګ ته د بهرنیو هیوادونو د مشرانو د سفر پر مهال نیول کیږي.

خو آیا کیم چین ته سفر کړی؟

د چین د بهرنیو چارو وزایت یوې ویاندې رسنیو ته ویلي دي چې هغه له داسې رپوټونو چې وښيي کیم چین ته سفر کړی دی خبره نه ده. د شمالي کوریا دولتي رسنیو هم د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي. سپینې ماڼۍ هم ویلي دي چې تر اوسه پورې د دې موضوع د تائید په ترلاسه کولو نه دي توانیدلي.

د سویلي کوریا کارپوهان شک لري چې کیم دې چین ته سفر کړی وو. هغوی وايي چې دا ډیره ممکنه نه ده چې کیم دې خپل لومړی بهرنی سفر په پټه ترسره کړي. یوه کارپوه ویلي دي چې د دې امکان شته چې د دې پلاوې مشري دې د چین د واکمن خور کیم یو جونګ کړي وي.

د شمالي کوریا د چارو کارپوه دو هایوګن چا، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې شمالي کوریا ښايي د دې سفر په ترڅ کې د دې هیواد او نورو ترمنځ د خبرو د ترسره کیدو په صورت کې د چین د ملاتړ غوښتنه کړې وي.

چین له ډیر وخت راهیسې د شمالي کوریا ملاتړ کوي. خو په وروستیو وختونو کې چین هم د شمالي کوریا پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو ملاتړ کړی دی.

چین ته د کیم د احتمالي سفر په اړه په داسې حال کې خبر ورکول کیږي چې پلان شوې ده شمالي کوریا له سویلي کوریا او امریکا متحده ایالاتو سره خبرې اترې وکړي.  کیم به په راتلونکي میاشت کې د سویلي کوریا له ولسمشر سره وویني او تر هغه وروسته کیدای شي چې له امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ سره هم لیدنه وکړي.