اپولو ۱۱: پر سپوږمۍ د انسان قدم ایښودلو لومړنۍ شیبې
۵۰ کاله ترمخه نیل ارمسترانګ لومړنی کس وو چې پر سپوږمۍ یې قدم کیښود، چې دا د نه باور وړ یو ګام وو. آن نن ورځ چې هم هغه انځورونو وینو نو ډیره مجذوبه دي.
«د (یوه) سړي له پاره کوچنی ګام» (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۲۰مه)
د سپوږمۍ پر سطحه د لومړني قدم ایښودو وروستو نیل آرمسترانګ یوه مشهوره جمله وویله: «دا د (یوه) سړي له پاره کوچنی ګام دی خو د بشریت له پاره ستر ټوپ دی.»
د پرواز له پاره چمتووالی (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۱۶مه)
د کینډي په فضایي مرکز (KSC) کې د اپولو پروګرام مشر سمویل سي. فلیپس د هوایي بیړۍ د توغولو چارې څاري. اپولو ۱۱ چې سپوږمۍ ته د استولو لومړنی ماموریت وو د ۱۹۶۹م کال د جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه پېل شو. په دغه فضايي بیړۍ کې درې ستور مزلي یا هوا نوردان نیل آرمسترانګ، ایدوین «بز» الدرن او مایکل کالینز سپاره وو.
فضایي تلویزون (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۱۶)
دغه درې کسان د هغو زرونو کسانو په ډله کې شامل دي چې په فلوریډا ایالت کې یې د کینډي فضاي مرکز ته څیرمه په سواحلو او سړکونو خیمې وهلې وې څو د اپولو د توغولو ننداره له نزدې فاصلې څخه وکړي. شا او خوا یو میلیون کسان دغه سیمې ته د تاریخي پرواز د نندارې له پاره راغلي وو.
د ۱۹۶۹م کال د جولای په ۱۶مه توغندی وتوغول شو
خو یوازې په زرونو هیجاني انسانان دغلته حاضر نه ول، بلکې په زرونو خبریالان هم د اپولو د توغولو د رپوټ ورکولو له پاره راټول شوي وو. ۳۴۹۷ خبریالانو په رسمي توګه ځانونه راجستر کړي وو او ټول د کینډي فضايي مرکز د مطبوعاتو په شعبه کې راټول شوي وو. دغه فضايي بیړۍ د ۱۹۶۹م کال د جولای په ۱۶مه وتوغول شوه.
د ۱۹۶۹م د کال جولای ۲۱مه
دغه انځور د مایکل کالنز له خوا اخیستل شوی دی. په دغه انځور کې د اپولو بیړۍ ښکاري او تر شا یې سپوږمۍ ښکاري. آرمسترانګ او الدرین لومړني انسانان ول چې پر سپوږمۍ یې قدم کیښود. کالنیز په بیړۍ کې پاتې وو او ۲۱،۵ ساعته یوازې له سپوږمۍ راوڅرخید.
په ګډه کار کول (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۲۰مه)
د امریکا متحده ایالاتو فضایي ادارې (ناسا) له لوري په ۲۰۰۹م کال کې په خپره شوې بیانیه کې د کالینز له قوله ویل شوي دي: «...زه پر دې پوهیږم چې دا به درواغ وي چې ووایم د اپولو د درې کسیز ماموریت په ترڅ کې مې تر نورو ښه ځای درلود، خو صادقانه ویلی شم چې له هغه ځای چې ما درلود بشپړ راضي یم.»
د اپولو ناسته (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۲۰مه)
د ۱۹۶۹م کال د جولای په ۲۰مه نیټه نیل آمرسترانګ اعلان وکړ: «عقاب [فضايي بیړۍ] ښکته شوی دی.» خو دې بیا هم یو څه وخت ونیو چې دواړه هوا نوردان پر سپوږمۍ قدم کیږدي. لومړی باید د بیرته راستنیدو پرواز چمتو شوی وی. د جولای میاشتې په ۲۱مه نیټه د همغږي نړیوال وخت پر دوو بجو، شپږ پنځوس دقیقو او ۲۰ ثانیو هغه ستره شیبه راورسیده او نیل آرمسترانګ پر سپوږمۍ پل کیښود.
۱۰۰۰۳ شمیره نمونه (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۲۷مه)
ارمسترانګ او الدرین د سپوږمۍ پر سطحه د دوه نیمو ساعتونو لټون وروسته د سپوږمې کرې له سطحې څخه ۴۷ پاونډه مواد راټول کړل او ځمکې ته یې رواړل. دغه کوچنۍ د تيږې ټوټه د هغې برخه ده. په ټوله کې سپوږمۍ ته د شپږو ماموریتونو په ترڅ کې ۲۴۱۵ نمونې راټولې کړی شوي چې کابو ۴۰۰ کیلوګرامه کیږي.
د هوا نوردانو ډالۍ
نه یوازې نمونې راټولی کړی شوې، بلکې هوا نوردانو هم د سپوږمۍ په سطحه ځیني شیان پریښي دي. دغه د سینې ګل یا د سینګار سنجاق د نیل ارمسترانګ له خوا تر ټولو سبمولیکه بڼه لري. دغه سنجاق چې د زیتون پاڼه ده د سولې سمبول دی. خو ځینې نورې نښې هم د هوا نوردانو له خوا پریښودل شوي.
بیرته ځمکې ته راستنیدل ( د ۱۹۶۹م کال د جولای ۲۴مه)
هوا نوردان په خوندیتوب سره په آرام سمندرګي کې راښکته شول. خو دغه هوا نوردانو باید تر راستنیدو وروسته له سپوږمۍ څخه د راوړل شوو تیږو په هکله د ګمرک یوه فورمه ډکه کړي وی.
د خلکو تود هرکلی (د ۱۹۶۹م کال د سپتمبر ۲۳مه)
د اپولو ۱۱ ماموریت هوا نوردانو دلته د خپلې هوا نوردۍ کالي نه دي اغوستي، بلکې د مکسیکو دودیز کالي یې پر تن دي. د خپل فضایي ماموریت تر ختمیدو وروسته دغو هوا نوردانو د ۴۵ ورځو په سفر کې ۲۴ هیوادونو او ۲۷ ښارونو ته سفر وکړ. امریکا متحده ایالاتو غوښتل چې پر خپله اراده ټینګار وکړي او خپله فضایي پوهه د نړۍ له نورو هیوادونو سره شریکه کړي. په مکسیکو ښار کې د هوا نوردانو د وتلو ستورو په څیر هر کلی وشو.