1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ايچ پي وي واکسين د سرطان رامنځته کوونکو مکروبونو مخه نيسي؟

۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبه

يوه څېړنه ښيي چې په ۶۶ میليون، ځوانو نجونو او هلکانو کې د «ايچ پي وي» وايرس ضد واکسين له وجې د سرطان رامنځته کوونکي میکروب سخت کمښت لیدل شوی دی. کارپوهان وايي چې دا د واکسين د موثريت او ډله ايز مصئونيت يوه ښه بېلگه ده.

https://p.dw.com/p/3LNx4
China Impfen gegen Gebärmutterhalskrebs in Shanghai
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Qnb

ساينس پوهان وايي چې په شتمنو هيوادونو کې د «ايچ پي وي» يا په انسانانو کې د پاپيلوما وايرس ضد واکسين ښايي په ښځو کې د رحم د کښته برخې سرطان (cervical cancer) په يو څو لسیزو کې له منځه یوسي. دا څرگندونې د هغې څېړنې وروسته شوي چې پکښې موندل شوې چې د سرطان د سبب گرځيدونکي ميکروب د يوه واکسين تر رامنځته کيدو وروسته دغه مکروبونه ډېر کم شوي دي.

د آلمان، کاناډا، بريتانيا او استرليا په څېر شتمنو هيوادونو کې، د «ايچ پي وي» وايرس ضد واکسين تر کارولو وروسته د ځوانانو د تناسلي الاتو او معقد د مکروبونو، د سختو ټپونو چې سرطاني کيږي او د نورو ميکربونو په شمير کې دراماتيک کمښت لیدل شوی دی.

په برلين کې د روبيرت کوخ انستيتويت د مصئونیت د برخې مشر توماس هاردر دويچه ويله ته وويل: «دا د ډله ايز واکسيناسيون د اغیز يو ډېر ښه مثال دی او دا چې ډله ایز مصئونيت څومره گټه لري.»

په شتمنو هيوادونو کې یې بريا

انساني پاپيلوما وايرس د جنسي اړيکو له لارې انتقاليږي او د رحم د سرطان تر ټولو ستر علت دی. د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله هر کال تقريباً ۵۰۰ زره ښځې په دې سرطان اخته کيږي او له دې جملې تر ۳۰۰ زره زياتې یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا څېړنه چې د «دي لانسيت» په نامه مجله کې خپره شوې، پکښې د ۱۴ شتمنو هېوادونو د ۶۶ میليونه وگړو چې لا ديرش کلن شوي نه دي، روغتيا ارزول شوې ده.

په څېړنه کې موندل شوې ده چې په هغو هيوادونو کې چې له پنځوو کلونو زياتې مودې راهيسې پکښې دغه واکسين تطبقيږي، په ۱۵ او ۱۹ کلنو نجونو کې چې «ايچ پي وي» وایرس لري، ۸۳ سلنه او له ۲۰ تر ۲۴ کلنو ښځو کې چې دغه وایرس لري، ۶۶ سلنه کمښت ليدل شوی دی.

Papillomavirus in Zellen von Gebärmutter
د رحم په حجرو کې پاپيلوما وايروسانځور: picture-alliance/OKAPIA

په هلکانو او نارينه وو کې یې هم گټه ليدل شوې ده: د تنکيو ځوانانو د مقعد او تناسلي آلې د برخې ميکروب کابو نیمايي شوی او له ۲۰ تر ۲۴ کلونو پوري دريمه برخه کم شوي دي.

دا چې د «ايچ پي وی» واکسين له لسو کلونو راهیسې کارول کيږي، نو دا به ډېر وختي وي چې وکتل شي چې دغه واکسين د رحم د سرطان په له منځه وړولو کې څومره موثر دی.

خو د رحم په سرطان ډېر ښځې په بې وزله هيوادونو کې مړې کیږي چې په دې څېړنه کې یې استازيتوب نه وو شوی.

د توماس هاردر په آند همدا هغه سيمې دي چې د «ايچ پي وي» واکسين له پروگرام څخه باید گټه واخلي، ځکه په دغو هيوادونو کې د رحم د سرطان تشخيص او درملنه ډېره گرانه او مشکله ده.

نوموړي وويل: «په ډېرو هېوادونو کې به د نجونو واکسينول ښايی يوه آسانه لاره وي، ځکه په بې وزلو هيوادونو کې دا آسانه نه ده چې ښځې په منظم ډول معاينات ترسره کړي او بيا یې تداوي وشي.»

د سرطان پر نورو ډولونو یې اغیز

د هاردر په خبره په انسانانو کې د پاپيلوما وايرس ضد واکسين څخه داسې تمه کيږي چې دا به په راتلونکي کې د «ايچ پي وي» له وجې د سرطان د نورو ډولونو شمير هم راټيټ کړي، لکه د مقعد، خولې او ستوني سرطان.

هاردر وايي: «موږ تمه لرو چې له واکسينونو سره به د سرطان د دې ډولونو چې ډېر عام نه دي، کچه هم ټيټه شي.»

bs/nz (Charli Shield)

زموږ له آرشيف څخه: