1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا: د سمندري ژغورونکو له پاره سخته جریمه

۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

که سمندري ژغورونکي بی له اجازې د ایټاليا په اوبو کې ولیدل شي، نو د سختې نقدي جریمې له ګواښ سره به مخامخ شي. د ایټاليا د سنا مجلس په دې اړه یو قانون منظور کړی چې له مخې به يي سرغړونکي تر یو میلیون یورو پورې جریمه کیږي.

https://p.dw.com/p/3NPSo
Italien Sea-Watch 3 vor Lampedusa
انځور: picture-alliance/ROPI/Seawatch/T. Egen

د نوي قانون له مخې به په مدیترانې سمندر کې د پناه غوښتونکو ژغورونکي (په هغه صورت کې چې کښتۍ یي بې له اجازې د ایټالیي په اوبو کې حرکت وکړي) د بل هر وخت په پرتله ډیر سخت جریمه شي. د داسې عمل ترسره کونکي به تر یوه میلیون یورو پورې د نقدي جریمې او کښتيو د ضبطیدو له ګواښ سره مخامخ شي. د ایټاليا حکومت په بیړه د دې قانون د تائيد غوښتنه کړې وه.

له دې مرحلې سره په هغې مسوده کې کوم بدلون نه دی راوستل شوي چې مخکې تر دې د ایټاليا د پارلمان استازو رد کړی وو. 

د مافیا د نیولو بهیر ګړندی کول

د ایټاليا د کورنیو چارو ښي اړخه وزیر ماتیو سلواني، په تویتر کې لیکلي دي: «نوی قانون د امنیتي ځواکونو له پاره ډیر اختیارات، په سرحدونو کې ډير کنترول او د مافیا بانډونو د نیولو له پاره ډیر پرسونل پيش بیني کوي.»

په جون میاشت کې د بیړنۍ ژغورنې تنظيم په هکله تائیده شوې قانوني مسوده چې په اګست میاشت کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي، هغه مقدمه وه چې باید پر دې قانون بدل شوی وای. په اصطلاح د دغه امنیتي فرمان په اساس چې د کورنیو چارو وزیر ماتیو سلواني ته ورګرځي، لا پخوا د هغو ژغورونکو کښتيو کپتانان به له ۱۰ زرو څخه تر ۵۰ زرو یورو پورې جریمه کیدل چې په غیر قانوني توګه به له سمندري سرحد څخه تیر شوي ول.

له همدې امله شخصي سمندري ژغورونکو د مهاجرو له ژغورنې لاس پر سر او په مدیترانې کې یي خپل حضور ختم کړی وو.

د«SOS Méditerranée» او بې سرحده داکترانو مرستندویه سازمانونه د لیبیا د سرحد پر لور په حرکت کې دي. د«"Ocean Viking" » په نوم کښتۍ د یکشنبې په ورځ د مارزایلې په بندر کې لنګر اچولی وو او د دوشنبې په ورځ یي د کورسیکا او زاردینین د لویدیځ پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړې ده.

د « Sea-Eye» مرستندویه الماني سازمان ژغورونکې کښتۍ «Alan Kurdi» همدا اوس د لیبیا د پلازمېنې طرابلس په شمال کې ده. مخکې تر دې د الان کردي کښتۍ ژغورل شوي مهاجر ایټالیا ته سپارلي ول.

gri/nob (dpa, rtre)/sn/nz