1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا د ۳۰۰ ژغورل شوو مهاجرو له ورتلو سره مخالفت وکړ

۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبه

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير د ايټاليا په بندرونو کې د څه باندې ۳۰۰ ژغورل شوو مهاجرو د يوې کشتۍ د لنګر اچولو سره مخالفت وکړ. سالويني په دې اړه يو ځل بيا وويل چې د ايټاليا بندرونه «تړلي دي.»

https://p.dw.com/p/3AZP0
Spain Migration
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Calvo

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۲۲مه) يوې اسپانوۍ کشتۍ چې له ۳۰۰ ډير مهاجر يې په مديترانې سمندرګي کې ژغورلي ول، د ايټاليا په بندرونو کې د لنګر اچولو غوښتونکې شوه. خو د دوی دغه غوښتنه د ايټاليا حکومت له خوا رد شوه. د ايټاليا د کورنيو چارو ښي اړخی وزير ماتئو سالويني د دغې غوښتنې په ردولو، په خپل يوه تويټري پیغام کې ويلي دي: «زما ځواب روښانه دی. د ايټاليا بندرونه تړلي دي.»

سالوينې زياته کړې: «انساني قاچاقبرانو او هغو کسانو ته چې هغوي سره مرسته کوي [باید ووايم] چې د ټوکو وخت پاي ته رسيدلی دی.» هغه خپلو هغو پخوانيو خبرو ته بيا اشاره کړې، چې ويلي وو د مهاجرو د ژغورنې ځينې کشتۍ د مهاجرو ټکسيو ته ورته شوي دي.

خو د اسپانيا حکومت ويلي دي چې د ژغورنې کشتۍ به اجازه ولري تر څو په «الګسيراس» بندر کې لنګر واچوي او مهاجر ورڅخه په دغه ځای کې کوز شي.

د «پرو اکتيورا اوپن آرمس» په نوم د ژغورنې اسپانوۍ کشتۍ ويلي دي چې دوي د جمعې په ورځ په مديترانې سمندرګي کې د مهاجرو څو لالهانده کشتيو ته چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم سپاره ول، نجات ورکړ. د ژغورنې دغې ډلې دغه راز د مالتا له يوه ټاپو څخه يوه مور د هغې د نوي زيږيدلي ماشوم سره هم راوړې ده.

Spanien Mehr als 300 Migranten im Mittelmeer gerettet
د «پرو اکتيورا اوپن آرمس» په نوم د ژغورنې اسپانوۍ کشتۍ د جمعې په ورځ سمندر کې څه باندې ۳۰۰ مهاجر وژغورلانځور: picture-alliance/AP Photo/O. Calvo

دغې مرستندويه موسسې د اسپانيا له خوا د اجازې د ترلاسه کولو وروسته ويلي دي چې «په سمندر کې سخت لټون د څو ورځو له پاره دوام پيدا کوي، خو اوس يو امن بندر نه پيدا کيږي.»

يادې موسسې تر دې مخکې هم په يوه ټويټري پيغام کې ليکلي وو چې شرايط د «بيړني وضعيت» لور ته د نژدې کيدو په حال کې دي، ځکه چې مالتا مهاجرو ته د خوراک له چمتو کولو ډډه کړې ده.

د «سي واچ انترنيشنل» په نوم د نجات يوې آلمانۍ کشتۍ هم د اروپايي هيوادونو له مشرانو د دې غوښتنه کړې چې ژغورل شوي مهاجر پريږدي تر څو د «کريسميس يا د مسيحيانو د اختر ورځې په يو امن بندر کې تيرې کړي.»

که څه هم سږکال د هغو مهاجرو په شمير کې ډير کموالی رامنځ ته شوی چې د ليبيا څخه د مديترانې سمندرګي له لارې ايټاليا ته ځانونه رسوي، خو سربيره پر دې دغه سمندري لاره د مهاجرو له پاره تر ټولو مرګونې لار ګڼل کيږي.

د مهاجرت نړيوالې ادارې ويلي دي چې سږکال په سمندري لارو له ۱۳۰۰ څخه ډیر مهاجر ايټاليا يا مالتا ته د مهاجرتونو پر مهال مړه شوي دي.

د ايټالیا عوامپاله حکومت چې په می مياشت کې ېې واک تر لاسه کړ، ژمنه وکړه چې د مهاجرت بحران پر وړاندې به سخت تدابير تر لاس لاندې نيسي. تر ټولو دمخه بيا د کورنيو چارو وزير ماتئو سالويني په وار وار ويلي دي چې هيواد يې نور د ژغورل شوو مهاجرو د کشتيو کوربه توب ته ليوالتيا نه لري.

دمهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: