1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايمنستي: په ایران کې د مظاهرو په ترڅ کې ډېر کسان وژل سوي

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

په ایران کې له څو ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي. د ایمنستي انترنیشنل په حواله په دې مظاهرو څه د پاسه ۱۰۰ تنه وژل سوي. ملگرو ملتونو په دغه هیواد کې د امنیتي چارواکو د چلند په اړه سخته اندیښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/3TMiO
Iran Proteste nach Benzinpreiserhöhung
انځور: picture-alliance/abaca/SalamPix

د بشري حقونو د سازمان ايمنستي انترنیشنل په حواله په ایران کې د تیلو د بیې د لوړوالي پر ضد مظاهرو کې، د دغه هیواد په ۲۱ ښارونو کې  لږ تر لږه ۱۰۶تنه وژل سوي دي. نوموړي سازمان په خپل تویتر کې لیکلي چې دغه ارقام په هغه رپوت کې چې دوی ته رسیدلی، راغلي دي.

له ایران څخه بهر د تائيد سوو ویدیویی موادو، عینی شاهدانو او فعالانو د معلوماتو له مخې دغه ډول وژنې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د قانون څخه د سرغړونې یو ناوړه مثال بلل کیږي. خو دغه رپوټونه په رسمي ډول نه تائيد سوي نه دي.

د ایران په رسنیو کې بيا د قربانیانو لږ ښوولی او ويل سوی چې په مظاهرو کې نهه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د حکومت له خوا کنترول سوو رپوټونو کې راغلي چې وژل سوي څلور مظاهره کوونکي، د سپاه انقلاب درې غړي او دوه پولیس دي. همدارنگه ۱۰۰۰ تنه نیول سوي هم دي. په دغه هیواد کې له څلورو ورځو راهیسي د انترنت شبکه هم بنده سوې ده.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارۍ هم په دې اړه خبرداری ورکوي. د ملگرو ملتونو ویاند روپیرت کالفیل، په ژنیو کی ویلي چې دغه ډول مظاهرې او د هغوی وسعت د دې نښه ده چې »داسې  ژورې او تر ډیره ځایه پر دلایلو ولاړې خلاوې موجودي دي چې سړی باید په آسانۍ سره ورڅخه تیر نه سي«. هغه د ایران له اسلامی جمهوریت څخه غوښتنه کړې چې له خپل ولس سره یوه دیالوگ ته حاضر سي. په عین حال کې یې د تهران له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې انترنت او نورو اطلاعاتي سرچینو ته د خلکو د لاس رسي زمینه بیرته برابره کړي.

د مظاهرو دغه لړۍ د جمعې په ورځ پېل سوه. د شنبې او يکشنبې پر ورځوو د مظاهره کوونکو او امنیتی چارواکو ترمنځ سختې نښتې رامنځته سوې. د دغه ډول ناآرامیو د رامنځته کیدو علت د تیلو ترحده زیاته لوړه بیه ښوول سوې. مظاهره کوونکي دا کار د دولتي اختلاس نتیجه بولي. هغوی دعوه کوي په دغه هیواد کې د بې وزلو او شتمنو ترمنځ واټن د زیاتیدو په حال کې دی او د ډیرو ایرانیانو له پاره د ژوندانه شرایط خراب سوي دي.

G.P/B.S/dpa