You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
ايران
دلته د ایران د سياست، اقتصاد او ټولني په اړه معلومات موندلای شئ.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
طالبان: ۱۸۰۰ افغان کډوال مو په قطر کې د کار له پاره ثبت کړي
طالبانو ويلي دي چې له ګاونډيو هېوادونو را ايستل شوي ۱۸۰۰ بې روزګاره افغانان یې په قطر کې د کار له پاره راجستر کړي.
«په هرو ۳۰ ثانیو کې یو مهاجر ماشوم افغانستان ته ستنیږي»
«سیف د چلدرن» اعلان کړی چې په هرو ۳۰ ثانیو کې یو افغان مهاجر ماشوم له ایران او پاکستان څخه دغه هیواد ته ستنیږي.
له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو ستنېدنه
له ایران او پاکستانه ستنېدونکي د سپکاوي، زورزياتيو او د ښه راتلونکي په تړاو د هیلو خبرې کوي.
له ایران او پاکستان څخه د خبریالانو د اخراج د مخنیوي کمپاین
د افغانستان له رسنیو څخه د ملاتړ سازمان، په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو د ملاتړیو کمپاین پرلاره اچولی دی.
ترمپ د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ سوله اعلان کړه
آذربایجان او ارمنستان د امریکا د ولسمشر په منځګړيتوب په خپلو کې د سولې تړون لاسلیک کړ.
ایران: د اور ګاډي د چپه کیدو پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي
د ایران په جنوبي ایالت کرمان کې د جمعې په ورځ یو رېل ګاډی اوښتی چې د ځايي رسنیو په حواله ۳۰ کسان په کې ټپیان شوي دي.
له ستاري کورنۍ څرنګه دوه لوڼې په ایران کې پاتې شوې؟
یوه المان مېشته افغانه کورنۍ له کلونو راهیسې په دې هڅه کې ده، چې ایران کې ترې پاتې شوې دوه لوڼې جرمني ته انتقال کړي؛ خو لا هم په دې کار نه دي توانېدلي. دا چې له دغې کورنۍ څرنګه خپلې لوڼې په لاره کې پاتې شوې، په دې رپوټ کې یې لیدلی شئ؟
ایران کې په یوه میاشت کې ۱۱۰ اعدامونه؛ ۷ تنه یې افغانان دي
د روان کال په جولای میاشت کې په ایران کې لږ تر لږه ۱۱۰ تنه اعدام سوي دي چې اوه تنه یې افغانان دي.
د "مرگ نوملړ" پر سر د تهران او طالبانو ترمنځ د گډ کار رپوټ
د تلگراف ورځپاڼې په حواله تهران د "مرگ نوملړ" ته د لاس رسي له پاره له طالبانو سره د گډ کار په لټه کې دی.
ایران له اسرائیل سره تر جگړې وروسته، نوې دفاعي شورا جوړه کړه
د ایران ملي امنیت ددغه هیواد د ولسمشر مسعود پزشکیان په مشرۍ د ملي دفاع د عالي شورا جوړول په تصویب ورسول.
ایران: د نړیوال اټومي آژانس څارونکي را ستنیږي
ایراني چارواکو ویلي چې زر به د نړیوال اټومي آژانس څارونکي ایران ته را ستانه شي.
اخراج شوي افغانان په کومه هیله خپلو مېنو ته ستنېږي؟
په داسې حال کې چې له ایران څخه د افغان کډوالو اخراج لا هم په چټکۍ روان دی؛ راستانه شوي افغانان وايي، ایران کې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ داسې راتنګه شوې، چې له امله یې ډېر افغانان اړ کېږي، په خپله خوښه هغه هېواد پرېږدي. په دې ویډیويي رپوټ کې له همداسې یوې کورنۍ سره خبرې شوي.
پزشکیان افغانستان ته د سفر له لغوه کولو وروسته پاکستان ته ځي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شنبې په ماسپین د یوه رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان ته روانیږي.
کابل ته د ایران د ولسمشر سفر ولې لغوه سوی؟
له ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج ډیرغبرگونونه راپارولي دي. د شنونکو په باور کابل ته د پزشکیان سفر په همدې دلیل لغوه سو.
ایران: یوه افغانه او دری ماشومان یې په مرموز ډول وژل شوي
په تهران کې یوه افغان میرمنه او دری ماشومان یې په مرموز ډول وژل شوي دي.
ګراندي: له ایرانه اخراج شوي افغانان په ناوړه حالت کې دي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسار د هرات اسلام کلا بندر کې له ایرانه راستنېدونکو افغانانو سره کتلي او د هغوی حالت یې »اضطراري« ښودلی. ایران له هغې هېواده د افغان کډوالو اخراج لا پسې چټک کړی دی.
ایران دوه کسان له «مجاهدین خلق» سره د اړیکو په تور اعدام کړل
ایراني چارواکو ویلي چې دوه کسان یې په تبعید کې د «مجاهدین خلق» ډلې د غړیتوب او وسله والو عملیاتو په تور اعدام کړي دي.
له ایرانه اخراج شویو افغانانو سره د محمد نبي مرسته
افغان لوبغاړي محمد نبي له ایران څخه افغانستان ته له اخراج شویو افغان کډوالو سره یو میلیون افغانۍ مرسته وکړه.
اروپايي تروئیکا: د ماشې میکانیزم فعالولو ته اماده یو
اروپايي تروئیکا ګواښ کړی دی چې که ایران خپلې اټومي ژمنې عملي نه کړي، تیار ده چې د ماشې میکانیزم فعاله کړي.
ایران: د سیستان بلوچستان پر محکمې د جیش العدل برید
په دې برید کې د محکمې یو شمیر کارکوونکو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. جیش العدل د دې برید مسئولیت منلی دی.
ایراني رسنۍ: په ترافیکي پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي
د ایران دولتي رسنۍ رپوټ ورکوي چې د یو مساپر وړنکي بس د اوښتو په پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوي او نژدې ۳۰ نور ټپیان دي.
په کمپونو کې د راستنو شوو افغانانو وضعیت څه ډول دی؟
په داسې حال کې چې له ایران څخه د افغان کډوالو اخراج لا هم په چټکۍ روان دی، راستنو شویو افغانانو ته په هرات او کابل کې د موقتي مېشتېدنې پنډغالي جوړ شوي. په دغو کمپونو کې اوسېدونکي تازه راستانه شوي افغانان وايي، نه پوهېږي راتلونکی به څه ډول وي؛ خو که کار روزګار ورته پیدا شي، نو بیا به کډوالۍ ته نه اړ کېږي.
غني افغان مهاجروته: په هیواد کي له دایمي حقونوڅخه برخمن یاست
پخواني ولسمشراشرف غني له ایران څخه د افغانانو د ډله ايز اخراج په اړه ویلي چي د هرافغان درد احساسوي.
م.م له بیرته ستنیدونکو افغانانو سره دعاجلي مرستي غوښتنه وکړه
د م .م د عمومي منشي ځانگړې استازې خبرداری ورکړچي له ایران څخه د ډېرشمېرافغانانو راتگ د مرستي سیستم تر فشار لاندي راوستی.
رپوټ: پزشکیان د اسرائیل په یوه حمله کې ټپي شوی وو
د یوه رپوټ پر اساس د ایران ولسمشر اسرائيل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په ډېرې سختۍ توانېدلی چې خپل ژوند وژغوري.
ملګري ملتونه: سږ کال ښايي ۳ میلیونه افغانان بیرته راستانه شي
ملګري ملتونه وايي له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج دغه څه به د افغانستان وضعیت لا تر فشار لاندې راولي.
ايران: جنسي تيری کوونکی عام محضر کې اعدا م شو
د ایران قضا ويلي چې دغه سړي پر ېوې نجلۍ د جنسي تیری او قتل مرتکب ګرځيدلی و او د خلکو په غوښتنه په عام محضر کې اعدام شو.
طالبانو له مهاجرو سره د ایران د چلند په وړاندې غبرگون وښود
د طالبانو رئیس الوزرا له ایراني چارواکو وغوښتل چې د اخراج پر وخت د افغان مهاجرو د حقونو څخه له سرغړونې ډډه وکړي.
له ایران څخه اخراجونه؛ مرستندویه بڼسټونه ترسخت فشار لاندي دي
د ناروې د مهاجرو شورا ویلي چې له ایران څخه د افغان مهاجرو پراخ اخراج ، د بشري مرستو پرسیستم فشارونه لا پسې سخت کړي دي.
له ایرانه د یو میلیون نورو افغانانو د اخراج په هکله خبرداری
ایران په وروستیو کې د افغان کډالو اخراج ته شدت ورکړی؛ سور صلیب بیا د شاوخوا ۱میلیون نورو د اخراج خبرداری ورکوي.
ترمپ: هیله لرم بیا پر ایران برید کولو ته اړ نه شم
ترمپ، نتنياهو ته د يوه ملاقات په ترڅ کې ويلي چې هیله لري یو ځل بیا پر ایران برید کولو ته اړ نه شي.
د ایران له لوري د افغانانو اخراج او پر پوله بېړنی حالت
ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو ورځو کې له ایرانه د لسګونو زرو افغانانو اخراج د پولې شا او خوا بیړنی حالت رامنځته کړی.
په ۳۵ ورځو کي ۴۵۰ زره افغانان له ايرانه هيواد ته ستانه سوي
په ايران کي د بې اسنادو افغان مهاجرو له پاره د ټاکل سوي مهلت تر ختمېدو وروسته، په ۳۵ ورځو کي۴۵۰ زره افغانان وتلي دي.
انځوریز رپوټ: له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج څپه
د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته داخلیږي.
د بریکس سرمشریزه د شي او پوتین په نه موجودیت کې پيل شوه
د بریکس ډلې د مشرانو غونډه د برازیل په پلازمېنه کې پیل شوه. خو د چین، روسیې او ایران مشرانو په کې ګډون نه دی کړی.
په ایران کې افغان مهاجر؛ د جگړې، تبعیض او سیاست قربانیان
د ایران حکومت د سیمه ایزو شخړو او اسرائیل سره د جگړې په منځ کي، افغان مهاجرو ته د امنیتي گواښ په توگه گوري.
له ایران څخه د افغانانو اخراج په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کميسارۍ له ایران څخه د افغانانو د پراخ اخراج په هکله شديده انديښنه څرګنده کړې ده.
له ایران څخه په ډله ایزه توګه د کډوالو اخراج او اندېښنې
د کډوالو نړيوال سازمان ويلي چې یوازې په جون میاشت کې تر ۲۳۰ زرو ډېر افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې ډېر یې په زور ایستل شوي دي. په ورته وخت کې په ځینو ایراني رسنیو کې د اسرائیل د استخباراتي ادارې سره د افغان کډوالو د همکارۍ په اړه نا تائید شوي راپورونه هم خپاره شوي. ولې ایران په پراخه کچه د افغان کډوالو بیرته ستنېدل او شړل پیل کړل؟ د دې اونۍ په خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی.
ایران په رسمي ډول د اټومي انرژۍ له آژانس سره همکاري وځنډوله
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکارۍ د ځنډولو د قانون له عملي کولو څخه خبر ورکړ.
له ایرانه نږدې ۷۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته لیږدول شوي
له ایران څخه بیرته ستنېدونکي افغانان وايي چې د یوه نامطمئن راتلونکي سره مخامخ دي.
په جون کي له ایرانه ۲۳۰ زره افغانان خپل هيواد ته ستانه سوي
د م.م په حواله، په جون میاشت کي له ایران څخه تر ۲۳۰ زره اضافه افغانان بیرته خپل هيواد ته ستانه او یا هم اخراج سوي دي.
له ایرانه د افغانانو د اخراج لړۍ چټکه شوې
ایران په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه اوسېدونکو افغان کډوالو ته د جولای شپږمه د وروستي ضرب الاجل په توګه ټاکلې.
«سږ کال ۱،۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه اخراج شوي»
په روان کال کې له پاکستان او ایران څخه لږ تر لږه ۱،۲ میلیونه افغانان بیرته ستنیدو ته اړ ایستل شوي دي.
ترمپ وایي که ایران غني کول پیل کړي امریکا به بیا حمله وکړي
ترمپ خبرداری ورکړ چې که ایران یو ځل بیا د یورانیمو غني کول پيل کړي، نو نوي پوځي عملیات به له امکانه لیري نه وي.
د ایران پر اتومي بټيو بريدونه ښايي چاپيريال ته زيان ورسوي
د ایران پر اتومي او پوځي تاسیسات باندې د اسرائيل او متحده ایالاتو بريدونه کولی شي چاپیريال ته اوږدمهاله زيان ورسوي.
د افغان مهاجرو د راستنېدو زیاتوالی؛ د بحران د ژورېدو خبرداری
م.م خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو د کمښت په منځ کې، د افغان کډوالو د راستنېدو زیاتوالی، په هېواد کې کړکېچ لا ژوروي.
"نتانیاهو اوترمپ د غزې جگړې پر پای ته رسولو موافقه کړې"
د یوې اسرائیلۍ ورځپاڼې په حواله د اسرائیل صدراعظم او د امریکا ولسمشر هوکړه کړې چي په غزه کي جگړه سمدستي پای ته ورسیږي.
طالبان: په یوه ورځ ۳۰ زره افغان مهاجر له ایرانه راستانه سوي
طالب چارواکو یوازې تیره ورځ له ایران څخه د ۳۰ زرو افغان مهاجرو د ورستنېدو خبر ورکړی دی.
ایا ایران به راتلونکې اونۍ کې له امریکا سره مذاکرات پیل کړي؟
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وایي چې له ایران سره یو تړون ممکن دی، خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړی دی.
چین د روسیې او ایران د دفاع وزیران د یوې غونډې له پاره بللي
چین نن د روسیې او ایران د دفاع وزیران یوې غونډې ته وربللي دي.
مخکينۍ پاڼه
د 50 پاڼو څخه 6
بله پاڼه