1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران کې د ډوډۍ بيې لوړېدو له کبله احتجاجونه شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۴, شنبه

د ډوډۍ بيې لوړېدونکو بيو په ايران کې احتجاجونه راپارولي، ځينې دوکانونو ته اور هم اچول شوی دی. پوليسو د ايرنا خبري آژانس په حواله »پارونکي« کسان نيولي دي.

https://p.dw.com/p/4BIpW
Iran | Tajrish Bazaar in Tehran,
انځور: Rouzbeh Fouladi/ZUMA/picture alliance

احتجاجونه وروسته له هغې راوپارېدل چې د ايران حکومت د وارد شوو غنمو له پاره سبسايډي يا مالي ملاتړ بند کړ. له دې کبله د غنمو په بنياد د جوړو شوو محصولاتو بيې درې چنده زياتې شوې دي. د ايران رسمي د انفلاسيون يا د پيسو د پړسوب کچه ۴۰ سلنه ده چې د ځينو اټکلونو له مخې ښايي ۵۰ سلنې ته هم ورسيږي. د ايران د ۸۲ ميليونو اوسېدونکو نيمه برخه اوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ايران حکومت اوس پلان لري چې په راتلونکو مياشتو کې خلکو ته ديجيتال کوپون ووېشي چې په بدل کې يې هر چا ته د سبسايډي او تخفيف په بيه يو محدود شمېر ډوډۍ ورسيږي. نورې ډوډۍ به د بازار په بيه عرضه شي. وروسته به نور خوراکي توکي د تخفيف دغه پروګرام ته وراضافه کړل شي. د ايرنا خبري آژانس په حواله په يو شمېر ښارونو کې خال خال احتجاجونه شوي دي چې د خلکو ډلو پکې د لوړېدونکو بيو پر ضد شعارونه ورکړي او ځينو دوکانونو ته يې اور اچولی دی. ټول ټال ۲۲ تنه نيول شوي هم دي. د ايرنا د خبر له مخې »د پارونکو د هڅو سربېره چې غوښتل يې احتجاجونه وکړي، لاريونونه د امنيتي ځواکونو په مداخلې سره پای ته ورسېدل.« زياته شوې چې فضا اوس آرامه شوې ده.

تر ټولو ستر لاريون په دزفول کې د نفتو لرونکي خوزستان ولايت په يوه ښار کې وشو. د ايرنا د اټکل له مخې ۳۰۰ تنه د امنيتي ځواکونو له اړخه سره وپاشل شول. د ايرنا په حواله ۱۵ تنه په دغه ښار کې ونيول شول چې »هڅه يې کوله ګډوډي رامنځ ته کړي.«

Bäcker präsentiert frisches Fladenbrot, Damghan, Iran
وچه ډوډۍ په ايران او ډېرو نورو هېوادونو کې د خوراک او تغذيې بنسټ تشکيلويانځور: Karl-Heinz Schein/imageBROKER/picture alliance

د ايرنا په خبره د ايران په لويديځ کې د چهارمحل او بختياري ولايت په شهر کرد کې تقريبا ۲۰۰ تنو لاريون وکړ. زياته شوې چې »لاريون د قانون پلي کوونکو چارواکو په هيله پای ته ورسېد څو د مجرمينو مخه ونيول شي چې ښايي له وضعيت څخه ګټه پورته کړي.«

تېره اوونۍ د لوړېدونکو بيو پر ضد د نارضايت تر لومړنيو نښو وروسته ايراني رسنيو راپور ورکړ چې انترنت مختل شو. دغه ښايي د دې يوه هڅه اوسېدلې وي چې د ټولنيزو رسنيو له لارې د لاريونونو د راغوښتلو او ويډيوګانو د خپرولو مخه ونيول شي.

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د می ۱۳مه) خپور شوی د ايرنا خبري آژانس رپوټ لومړنی اعتراف و چې د دولتي ايراني رسنيو له خوا جوړ شوی دی. خو د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو له خوا پورته شوې ويډيوګانې ښيي چې په دزفول او نورو ښارونو کې احتجاج کوونکو د لوړېدونکو بيو او د ايران د مشرانو پر ضد شعارونه ورکړي دي. د رويټزر خبري آژانس په خپلواکه توګه دغه ويډيوګانې نه شوای تائيدولی. خو د روسيې له خوا په اوکراين باندې د يرغل راهيسې په ټوله نړۍ کې د غنمو بيې خورا لوړې شوې دي. ايراني چارواکو دا تور هم لګولی دی چې د ډوډۍ بيه لوړه شوې ده ځکه چې قاچاق وړونکو په ايران کې د سبسايډي يا مالي ملاتړ په مرسته پخه شوې وچه ډوډۍ عراق او افغانستان ته رسولې ده.

آ./ن.ص./ا.ا.