1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران ځينې اروپايي هېوادونه د اهواز بريد کې مسئول وبلل

۱۳۹۷ مهر ۱, یکشنبه

د اهواز ښار په يوه پوځي پرېډ باندې تر خونړي بريد وروسته د ايران حکومت د درو اروپايي هېوادونو ديپلوماتيک استازي احضار کړي دي. تهران په دغو هېوادونو باندې په بريد کې د قسمي مسئوليت لرلو تور لګوي.

https://p.dw.com/p/35M9N
Iran Ahvaz Anschlag auf Militär-Parade
انځور: ISNA/S.H. Najaf

په ايران کې د يوه نظامي پرېډ يا رسم ګذشت پر مهال ډزې وشوې: په وارخطايۍ سره خلک د ځمکې په سر پراته ول څو ځانونه وژغوري. په دغه بريد کې د تازه رسمي څرګندونو په حواله لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي او ډېر نور کسان ژوبل شوي هم دي.
د اهواز په ښار کې د دغه بريد پړه د «اسلامي دولت» يا داعش په نوم جهادي ډلې منلې وه. د خپلې تبليغاتي پاڼې، اعماق، د لارې يې وويل چې د داعش جنګياليو «د ايراني ځواکونو پر يوې غونډې باندې» بريد کړی دی. دغه سني مذهبه ډله شيعه مذهب ايران خپل اصلي دښمن بولي. د ايران انقلابي ځواکونو د سعودي عربستان له خوا پر تمويل کېدونکو «تروريستانو» باندې تور پورې کړ چې دغه بريد يې ګويا تر سره کړی دی.

سفيران بايد توضيحات ورکړي

د تهران د حکومت په نظر اروپايي هېوادونه هم يو برخه مسئوليت پر غاړه لري. د ايران دولتي خبري اژانس، ايرنا، خبر ورکوي چې د ډنمارک او هالنډ سفيران او همدراز د بريتانيا د سفارت استازی ورغوښتل شوي دي. د ايران له خوا د دې پر ضد اعتراض صادر شو چې په دغو اروپايي هېوادونو کې «د هغې ترهګرې ډلې ځينې غړي مېشت دي چې دغه تروريستي بريد يې تر سره کړی دی.»
د ايران ولسمشر محمد حسن روحاني د امريکا پر متحده آيالاتو باندې هم تور ولګاوه چې غواړي د ده په خبره په ايران کې ناامني رامنځ ته کړي. مخکې له دې چې له تهران څخه نيو يارک ته د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته روان شي، روحاني د متحده آيالاتو له ملاتړ څخه برخمن عربي هېوادونه په دې تورن کړل چې په ايران کې د دولت ضد عربي نژاده ډلې په مالي او نظامي لحاظ حمايه کوي. روحاني وويل: «دغه کوچني ګوډاګي هېوادونه په سيمه کې د امريکا له خوا حمايه کيږي او متحده آيالات هغه راپاروي او ورته اړين امکانات په اختيار کې ورکوي.» د روحاني په خبره «د فارس د خليج هېوادونه له دغسې ډلو څخه مالي، پوځي او سياسي ملاتړ کوي.»  
دغه بريد په ايران کې په تېرو څو کلونو کې په خپل ډول تر ټولو سخت بريد و. ولسمشر حسن روحاني د دې ګواښ وکړ چې دغه بريد ته به «تباه کوونکی جواب» ورکړل شي. اهواز د ايران په لويديځ کې پروت دی او د نفتو او تېلو لرونکې د خوزستان سيمې مرکز دی. نه يوازې په دغه ښار کې، بلکې په ټول ايران کې د شنبې په ورځ لمانځنې او نظامي پرېډونه تر سره شول چې هدف يې له ګاونډي هېواد عراق سره د لومړي جنګ د شروع کېدلو د ورځې يادون وو. دغه جنګ له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۸ کاله پورې دوام وکړ.       

Iran Militärparade Parade
د بريد پر مهال سخته ګډوډي رامنځ ته شوه چې ځينې خلک د ځان ژغورلو په مقصد پر ځمکه پرېوتلانځور: Mehr